زموږ ټولنه او د مېرمنو د ديني زده کړو ځوروونکی حالت!
انساني ټولنه چې له نارينه وو او ښځينه وو څخه په ګډه جوړه شوې، بلکې د ځينو څېړنو له مخې د انساني ټولنې ۵۳سلنه مېرمنې او پاتې۴۷يې نارينه تشکيلوي. د اسلام مبارک دين ښځې ته خورا لوړ مقام ورکړی، د مالکيت له حق څخه يې برخمنه کړې، د دې د عفت او حيا ساتلو په موخه يو لړ وضع شويو محدوديتونو سره يې د تعليم حق ورکړی او په مجموع کې د يو مکلف بنده په توګه د نارينه او ښځې ترمنځ توپير نشته، که توپير وي، هغه به يوازې د مسئوليتونو او جوړښت له مخې وي.

لکه څنګه چې نارينه جنت ته محتاج دی او د الله تعالی له لوري د رالېږل شوي اسلامي قانون پر پلي کولو مکلف دی، کټ مټ ښځه هم جنت ته اړتيا لري او د اسلامي احکامو پر عملي کولو مکلفه ده او دا خو څرګنده خبره ده، چې له علم پرته يو چاته ديني احکام او پر هغو د عمل کولو طريقه او اهميت نه معلومېږي.
له بده مرغه زموږ په ټولنه کې د مېرمنو د ديني تعليم کچه ډېره ټيټه ده، ښځه يوازې د کورنۍ د نورو غړيو خدمتګاره ګڼل کيږي او همدې خدمت او چوپړ ته يې د پيدايښت د موخې په سترګه کتل کېږي، که څه هم د خاوند او نورې کورنۍ خدمت د اجر او ثواب سبب دی؛ خو د دې معنا هېڅکله دا نه ده، چې ښځه دې يوازې د کور کارونه کوي او دديني وجائبو په سرته رسولو کې دې ناغېړي وکړي او يادې ترې ناخبره وساتل شي.
الله تعالی په قرآن کريم کې د کورنۍ مشران ددې مسئول ګڼلي، چې خپل اهل و عيال به له دوزخ څخه ژغوري، اې مؤمنانو! خپل ځانونه او خېلخانې مو له هغه اور نه وساتئ چې خس او خاشاك يې انسانان او ډبرې دي، چې پر هغه به غوسه ناكې او سخت زړي ملايکی (ولاړې) وي، كومې چې د الله له حكمه سرغړونه نه كوي او چې څه امر ورته كېږي هغه پر ځاى كوي.
مفسرينو ليکلي، له اوره د کورنۍ د ژغورلو طريقه داده چې ديني تعليم او روزنه ورکړ شي. که هرڅوک د خپلو زامنو او وروڼو ترڅنګ د لوڼو او خويندو ديني تعليم ته هم توجه وکړي، هغوی پر ديني حکمونو د عمل کولو ارزښت ته وهڅوي او دغه راز د کور ميرمنو ته لږ تر لږه د ورځې يوه ديني مسئله وروښيي، نو اميد دی چې دغه ځوروونکی حالت به بدل شي او د مېرمنو د ديني تعليم کچه په لوړه شي، په دې سره د نوي نسل د روزنې برخه کې هم مثبت بدلون رامنځته کيږي او د يوې سوکاله او له جرمونو د پاکې ټولنې خاوندان کېږو.
اوس چې اسلامي امارت حاکم دی، اميد او هيله دا ده، چې د مېرمنو د ديني تعليم غم به وخوړل شي، الحمدلله دا چاره روانه ده؛ البته پکار ده، چې لا ډېره پاملرنه ورته وشي.