سرلیکنې

زموږ مظلوميت او د نړيوالو سپين سترګي

افغان مؤمن او مېړني ملت چې دا څلور لسيزې کېږي، دنړيوالو استعماري او استکباري طاقتونو دنيابتي او تپل شويو جنګونو په اور کې سوځېږي، دپرمختګ او ترقۍ اساسي بنسټونه يې په ډېره بې رحمۍ يو په بل پسې راونړېدل، په ميليونونو افغانان په يوه او بل نامه شهيدان او په لسګونو زره نور معيوب او معلول شول، په خپلو کورونو کې يې غير حق د ژوند کولو هرڅه له لاسه ورکړل، د نړۍ استعماري ځواکونو خپلې زهريه او بيولوژيکي وسلې پرې وازمايلې او په لسګونو زره نوريې بې له کوم جرمه زنداني او شکنجه کړل، نو چېرته وو دبشر دحقوقو ټيکه داران چې په دغو نړيوالو تروريستانو چې دامريکې تر قيادت لاندې يې زموږ پر هيواد دنړيوالو قوانينو خلاف يرغل وکړ او په ډله ييزه توګه يې زموږ ملت په خپلو وينو او اوښکو ولمباوه او زموږ دملت شتمني يې لوټ او تالا کړه. چېرته وو ملګري ملتونه چې دهيوادونو داستازيتوب او نماينده ګۍ ادعا کوي، کافر خو پرځای پرېږده چې داسلامي هيوادونو زمامدارانو هم له خپلو خولو څخه دمسلمانانو په استازيتوب تش غږ هم پورته نه کړ، خو اوس چې داشغال لړۍ پای ته رسېدلې او اسلامي امارت دچارو واګي په لاس کې اخيستي، نړيوال کفر يو ځل بيا لړزېدلی او داسلامي امارت پرخلاف يې رسنيزه تبليغاتي جګړه پيل کړې او دافغان حکومت پر خلاف داسې پوچ او بېځايه تبليغات کوي چې له حقيقت سره هېڅ اړخ نه لګوي. دوی خپل پروپاګنډ ته دوام ورکوي او ترڅنګ يې دځينو تش په نامه اسلامي ملکونو زمامداران او چارواکي هم دهغوي دپوچو او بې ځايه تبليغاتو سرني ته بې وخته لاسونه غورځوي او پر اسلامي امارت يې دخپلو نيوکو لړۍ جاري ساتلې، خو موږ له دوی څخه دا پوښتنه کوو او ديوه مسلمان او مجاهد په صفت ترې ګيله هم لرو چې کاش تاسې همدا نيوکې چې پر افغان حکومت يې کوئ ، پخوا مو هم کولای. آيا تاسې د امريکايي اشغال پر مهال هم ددغسې نيوکو جرئت کولی شو؟ که ځواب مو هو وي، موږ حاضر يو ستاسې غوښتنې او نيوکې ومنو او که ځواب مو نه وي، نو بيا تاسې حق نه لرئ چې دمسلمانانو او اسلامي امت په استازولۍ خبرې او نماينده ګي وکړئ، په سر کي مو ذکر کړه چې ((زموږ مظلوميت او دنړيوالو سپين سترګي)) اسلامي امارت چې دنړيوالو معيارونو مطابق يې د رسميت پيژندنې ټول شرايط پوره کړي، کفري استعماري هيوادونه لا څه چې اسلامي هيوادونه هم دا جرئت نشي کولي چې دامريکا له قوماندې سرغړونه وکړي، هغوي چې زموږ حمايت او مرسته نشي کولی، نو چپ خو پاتې کېدلی شي چې دا هم کمزوری ايمان دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button