سرلیکنې

زموږ د سیمه ییز پیوستون پروړاندې مهمې ننګونې

ښکاره ده چې زموږ هېواد په وچه کې راګیر دی خو دا چې له انرژي او ډېرو نورو خامو موادو ډکې منځنۍ اسیا او ګڼ نفوسه نسبتاً صنعتي جنوبي اسیا تر منځ د پیوستنون اوسوداګرۍ ترټولو لنډه لار هم زموږ له خاورې تیریږي، له همدې کبله یې زموږ د شمال اوجنوب هېوادونه هم په ارزښت اواهمیت ډېرښه پوهیږي.

ښکاره ده چې زموږ هېواد په وچه کې راګیر دی خو دا چې له انرژي او ډېرو نورو خامو موادو ډکې منځنۍ اسیا او ګڼ نفوسه نسبتاً صنعتي جنوبي اسیا تر منځ د پیوستنون اوسوداګرۍ ترټولو لنډه لار هم زموږ له خاورې تیریږي، له همدې کبله یې زموږ د شمال اوجنوب هېوادونه هم په ارزښت اواهمیت ډېرښه پوهیږي. خو پوښتنه داده چې په دې اړه ستونزه څه ده او ولې له تېرو دېر شوکلو راهیسې د ټاپي او کاسا – زر په شان مهمو پروژو په تطبیق کې هیڅ پرمختګ نه محسوسیږي؟ ځواب دادی چې زیاتره کارپوهان باوري دي چې په دې مورد کې غټه ستونزه د پاکستان اندېښنې او بیا د هند او پاکستان خپل منځي بې باوري ده. کېدی شي د افغانستان له پلوه به دېرش کاله ړومبی پاکستان د افغانستان په هکله دومره نه و اندېښمن ځکه افغانستان له هره اړخه بې درکه ډېر کمزوری، ګډود او کورنیو شخړو کې ښکېل و. ځکه خو د پاکستان تلوسه هم زیاته وه او ښایي د اشغال په شل کلنه موده کې به هم ډاډه و خوله بده مرغه بهرنیو ځواکونو اود کابل اجیرو حاکمانو بیا په مختلفو بهانو ددې کارممانعت کاو. خو کله چې د پاکستان حکومت پر ډيورند کرښه جالونه او موانع ودرول، له امریکایانو د څه ترلاسه کولو په موخه یې د پښتونخوا قبایلي پټۍ لوټه لوټه کړه، د دواړو خواو پر خلکو یې پاسپورټ او ویزه لازمي کړل او د یرغلګرو له تېښتې وروسته افغانانو خپلواکي ترلاسه او د ملي حاکمیت څښتان شول چې طبعاً له کرښې پورې غاړه پښتنو او بلوڅو روحیات هم یو څه ورسره لوړ شول نومعلومه ده چې پاکستاني واکمنوته خپلې پخوانۍ محاسبې ټولې غلطې ښکاره او دې ته یې پام شو چې که د انرژي دغه رګونه له پورتنیو خطرناکو لارو پنجاب ته رسوي نو همېشه به له ګواښونو سره مخ او لاسونه به یې تړلې وي. همداوجه ده چې دا وخت د پاکستان واکمن د یادو پروژو تطبیق ته زړه نه شي ښه کولی. البته زموږ لپاره بیا د ایران له چابهار بندرنه استفاده کول هم دې ته ورته مشکلات لري. په دې اساس اوس نو زموږ لپاره پرته له دې بله چاره نشته چې حتماً به هم له چین سره یوه دروازه جوړوو او هم به نورو شمالي ګاونډیانو سره ترخپل هېواده د پټلۍ، پایب لاین او سرکونو پر جوړولو کار کوو. مطلب دا چې پاکستان او ایران دواړه زموږ لپاره چندان د اعتبار وړنه دي اویوازې پردوی زموږ د سوداګري اتکا به حتماً خطرناکه وي. خو له همدومره مشکلاتو سره سره بیا هم زموږ د صادراتو لپاره پاکستان ترټولو نزدې مارکیټ دی او خامخا به څه راکړه ورکړه سره کوو. دیادونې وړ ده چې موږ باید د اوسنۍ نړۍ په نبض ځان ډېر ښه پوه کړو، معنا دا چې نن سبا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ایکي یودین چلیږي او هغه فقط د ماده پرستۍ دین دی. ځکه خو اوس اخلاق، ورورګلوي، ښېګڼه او دګاونډیتوب حقوق هیچاته هم څه ارزښت نه لري اودنړیوالو اړیکو یوازنی معیار صرف او صرف مادي ګټې دي او بس.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button