سرلیکنې

زموږ تر ټولو اهم مواد چې وړیا یې صادروو؟!

هغه مواد چې څښتن تعالی یې د ځمکې ښېرازي او د ټولو ساکښو د ژوند ذریعه بولي، پرته له څه محنته موږ ته له اسمانه راتوییږي، خو موږ لاس نه ور وړو، غرض نه پرې لرو او دومره مخه ورکوو چې ان زموږ پټي، باغونه او ځنګلونه هم په شاکړي نورو خلکوته وروړي، په داسې حال کې چې زموږ هر فرد ته اوبه په کار، بلکې لا ژوند مو پرې ولاړ دی خو، نه له سیندونو او خوړونو فقط د ځمکې له ګېډې او لړمانه یې را زبېښو او خپل وربوی، مېنه اوسیمه پرې زرغونوو. خو که همداسې ګام پرګام زموږ برمې او د ځمکې همدا سوری سوری ټټروي

هغه مواد چې څښتن تعالی یې د ځمکې ښېرازي او د ټولو ساکښو د ژوند ذریعه بولي، پرته له څه محنته موږ ته له اسمانه راتوییږي، خو موږ لاس نه ور وړو، غرض نه پرې لرو او دومره مخه ورکوو چې ان زموږ پټي، باغونه او ځنګلونه هم په شاکړي نورو خلکوته وروړي، په داسې حال کې چې زموږ هر فرد ته اوبه په کار، بلکې لا ژوند مو پرې ولاړ دی خو، نه له سیندونو او خوړونو فقط د ځمکې له ګېډې او لړمانه یې را زبېښو او خپل وربوی، مېنه اوسیمه پرې زرغونوو. خو که همداسې ګام پرګام زموږ برمې او د ځمکې همدا سوری سوری ټټروي، اخر پای به د دې صبرناکې ځمکې زړه او لړمون وچ او طبعاً پاسنۍ پوټکی به یې هم مري! ښایي زموږ د ځمکې تل کې نور څه نه وي پاتې او د عقل او تجربې له مخې غالباً لنډه موده کې هغه ورځ را ورسیږي چې برمې مو یوازې د ماشومانو قبرونه، د شمسیو تختې مو د خونو چتونه او کروندې او باغونه مو یوازې د نغري او تناره خوراک شي. بیا نو د افریقایانو په څېر خپل سپېره ملک کې د «واتیکان» بسکټوته سترګې په لار اوسئ! ګورئ دا د تالې کتونکو تکراري منترې نه دي، دا د علم، عقل، نقل او تجربې پر اساس ثابت شوي حقایق او هغه الهی تکویني سنن دي چې هیڅوک یې بدلونکی نشته. هماغه مالک ټینګار کوي چې که څوک خپل حالت سمول غواړي نو خپل عمل کې دې بدلون راولي ځکه هر څوک به یقیناً د خپلو هڅو پایله مومي. نو راځئ که د هېواد ښېرازي او سوکالي غواړئ خپلې هغه اوبه، خوړونه، سیندونه او سېلابونه

 را ایسارکړئ چې وخت پروخت له اسمانه را بهیږي او هره ورځ یې په لکونه ټنه په وړیا توګه بهرته صادروئ.

د دغو ډکو سیندونو را ایسارول یوازې د هغو سترو بندونو او دېوالونو په شکل نه، بلکې لا په ډېرو نورو صورتونو هم ممکن دي. ځکه دا لکه د کونړ، هلمند، آمو او نور سیندونه خو په ایکي یو ځای په همدې کچه نه را خوټیږي، دا خو د یوې چینې، یوې یوې کندې او یوه خوړ له بل سره یو ځای کیږي، بیا ډېرې او دغه شان لوی سیندونه ترې جوړیږي چې بیا نو طبعاً هر ګاونډی هم شونډې ورته څټې او برخې پکې غواړي. نوښه داده چې لږ پورته د سرچینو خواته ولاړ شو او واړه واړه بندونه وتړو، لاندې به خپله اوبه دومره کمې شي چې له هېواده بهر د وتلونه وي. دغه راز هغو وچوکندو او ژورو کې هم بندونه تړل په کار دي چې پرته له باراني سیلابه نورې چینې نه لري. په دې ډول به مو هم د ځمکې ګېډه له اوبو ډکه وي، هم به کوهیان نه وچیږي او هم به دسیلابونو له زیان  او خطره بچ یو. څوک شته چې د بندو پرګټو مو خبر کړي؟

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button