
امین وردګ
موږ سعدالدین ته سدوګی او صبور خان ته سبوګی وایو.
تر ټولو خواږه ملګري ته مو لفظي تحفه کنځلې وي. دا زموږ د معاشرې آداب او دا مو اخلاق دي.
یو څوک چې کوم ښه کار، یا نوی خلاقیت او ابتکار وکړي د ((خره زوی)) ورته وایو او په دغه ډول یې ستایو : ((څه د خره زوی دی! وګوره! عجیبه ښکلی کار یې کړی)) تاسو باور وکړئ چې د سترګو لیدلی حال مې درته لیکم! یوه ورځ د یو چا کره مېلمه شوم، وړوکی زوی مې هم راسره ؤ؛ د هغه کور مېرمنې خپل ماشوم ته داسې وویل: اوهـــــــو…زویه هلته وګوره! داسې ښه سپی مو کور ته راغلی! (زما زوی ته یې اشاره وکړه) زه حیران شوم چې یا خدایه! دغې ښځې ولې زما ګران ماشوم ته (سپی) وویل؟ په دغه سوچ کې وم چې زما د زوی پر سر یې لاس کش کړ او بیا یې ورته وویل: (( ناماخدای، هلته وګورئ! داسې ښه سپی راغلی!)) زه ایله بیله پوه شوم چې ښځه د مینې له امله زما زوی ته سپی وایي، نه له کینې او تعصب څخه.
زموږ په ځینو مالدارو کوچي قبیلو کې د نارینه ؤ ډېر داسې نومونه شته لکه: (وری،کوکری،تور،ګنګ،سوټی،ډانګ،خمنډک،ککړ، سونګټ،ګونګټ، پیت، پړیت او داسې نور…) د ښځینه ؤ نومونه یې هم دغو ته ورته دي! لکه : (ګردۍ،خړه،ببوګۍ،پیرانه،مسته،ورۍ، وړۍ، ډانګه،کاکوزه، تخړیتۍ، لکڼه، مټوۍ او داسې نور…) موږ ټول کارونه لنډ کوو، خبره مو لنډه خوښيږي، ځکه خو مو فکرونه هم ورسره لنډ شوي دي.
لنډ اودس او لنډ لمونځ مو اوس عادت ګرځېدلی! ځکه خو یې چې کله اوږده کړو، نو حضور مو هم پکې متزلزل شي.
موږ پر پوله نه ځو، په پټي کې روان وو ؛ فقط لاره لنډوو او په جانبي عوارضو پسې یې نه ګرځو.
هغه ونې نه ږدو چې مېوه ژر نه نیسي.
همغه ته ښه ډاکټر او تکړه طبیب وایو د چا چې فیس دروند او درمل یې زیات وي او بل هغه ښاغلی پوه بولو چې څو ورځې مخکې نوبت ورته نیول کیږي؛ ځکه خو مو ډاکټر صاحبانو هم اوس د خوب رګ پیدا کړی؛ نن ټیکټ راکوي، دوې یا درۍ ورځې وروسته مو ورغواړي او معاینه کوي مو ؛ بیا نو د درملو بوجۍ هم سمه راته ډکه او رخصت مو کړي.
خلک تحقیق نه کوي او ټول پر همدغې نکته غولېدلي، چې ګني پوه ډاکټر ته به څو ورځې وړاندې نوبت نیسې.
وا ته د دې څو ورځو سر ته کښېنې! دا خو ساده موضع ده! فقط لږ فکر غواړي، خو ستا بلخانه خالي ده.
ګوره! ډاکټر اولې درۍ ورځې مریضانو ته د بل په لاس فقط د نوبت پارچې ورکوي، ګواکي مریضان ګوري نه! خو چې کله درۍ ورځې تېرې شي، نو ایله بیله دی غټ سری هغه د فشار بلاګۍ تر غاړه تاو کړي او فقط د هغې اولې ورځې مریضان ګوري، که کوم یو یې د دویمې وکوت نو بخت به یې ویښ وي، کنه نو هغوی بلې ورځې ته ساتي؛ نو په دغه ډول خپل اعتبار لوړوي او موږ ړانده غولوي.
په ښارونو کې مو په لوی لاس شورماشور جوړ کړی دی او د هرې لاسي ګاډۍ پر سر مو لوډسپیکر لګولي او همدا نارې پکې وهو چې: ( بادرنګ کیلو پنځه ویشت او دوې کیلو پنځوس افغانۍ، کیله دانه ای پنج دیی ره سه تا) وا د خدای ظالمه! کاش چې یوازې ستا لوډسپیکر وای! نو به یې غږ تر یو چا رسېدلو، دا خو ستا هغه بدبخته ګاونډي هم لري چې غږ یې ستا له هغه… لوړ دی! وا کور دې د میردین جومات شه! نو دا کار تا او موږ ته څه ګټه لري؟ چې هم دې خپل ماغزه پرې خورې، هم د ګاونډيانو او زموږ. زه هر وخت کوښښ کوم چې له بې لوډسپیکر والا دوکاندار څخه شی واخلم، نه له دغه بل چغغن څخه.
په ځینو کلیوالو سیمو کې یو متل دی چې وایي: ((که ن پوهېدې نو ځوان مال اخله)) دا متل ځینو بیخي د غاړې هار ګرځولی او ځانونه یې پرې غرق کړل؛ په لیلام کې به یوه جوړه سم او محکم بوټونه په ۶۰۰ افغانۍ اخیستل کیږي – چې ۶ کاله دوام به هم کوي- خو ځینې بیا (پاسني متل ته په کتو سره) نوي خو بدل! بوټونه په ۸۰۰ افغانۍ اخلي چې یو کال دوام هم نشي کولی.
بل متل بیا په فارسي کې دی چې دا هم ډېر کاریږي او سمه بزنیس لوګو ترې جوړه شوې ! چې هغه داسې دی: ((قیمت بې حکمت نیست ارزان بې علت)) په دغه ضرب المثل کې بیا د دوکاندانو ښه میره وي ! د سلو افغانیو شی په ۵۰۰ پلوري او اخیستونکي ته همدا وایي چې: (قیمت بې حکمت نیست ارزان…) نه نه! یوازې دوی نه دي ملامت! فرهنګ مو همداسې شوی! که دوکان والا د سلو شی په ۱۲۰ قیمت کړي پلورل کیږي نه! نو مجبور دي چې د یوه شي قیمت په سر کې لا پنځه برابره زیات وښيې.
په اوس وخت کې یوه پنځوس کیلویي ګونۍ ښه اوړه په ۲۳۰۰ افغانۍ پلورل کیږي، خو که چېرې دوکاندار موږ ته کومه ګونۍ۵۰ افغانۍ ټیټه حساب کړي نو همغه اخلو؛ که څه هم چې اوړه به یې خراب وي.
موږ په وړو خبرو او ځینو وړوکو لفظي شخړو هم خبرې قطع کوو؛ خپلوي او دوستي له منځه وړو او بیا په کلونو کلونو یو له بل سره مړي ژوندي نه کوو.
موږ چې له چا سره جوړ وو، نو دومره صفت یې کوو چې آورېدونکی پرې مين شي؛ خو چې کله مو اړیکې ورسره قطع او خرابې شي، بیا نو چې هر خیرن ټېم او ککړ بوتل په لاس راځي پسې ځړوو یې.
په ریښتیا چې موږ عجیبه مخلوق یو! عجول یو، عواقب او ابعاد نه سنجوو، راتلونکی په نظر کې نه نیسو.
انتقاد مو لکه سور شوروی داسې ایشي.
که مو څوک عیب راوښيي همغه دښمن ګڼو او چې هرې ناروا ته مو ښه وایي هغه مو دوست، خپل او ملګری وي؛ حال دا چې عیبونه فقط دوست سړي ته ښيي، نه دښمن.
کابل ښاروالۍ مو یو ابتکاري نوښت رامنځته کړ او د دهن باغ پر چوک یې په درۍ بُعدي توګه د ځمکې کره اعمار کړه، بیا یې جهان نما نقشه هم پرې ترسیم کړه، مګر فري هنډ! یانې پرته له مقیاس څخه (خو په غیر مسلکي توګه)ځکه خو د ځینو ګاونډيو نارې پر سوشل مډیا پورته شوې؛ چې ګواکي زموږ هېوادونه یې وړوکي کړي او افغانستان یې لوی پکې ترسیم کړی دی.
دوی اصل کې وډار شول! چې ګني اسلامي امارت د سیمه ایز تسخیر هوډ لري.
هغه نو چې پر خواله رسنیو غولغله شوه، د ښاروالۍ کارکوونکو بېرته د افغانستان نقشه وړکۍ کړه، خو دا ځل یې دومره وړه او سره ګډه وډه کړه، چې موږ یې لا وډار کړو! فکر مو وکړ چې ګني هسې نه! خدای مکړه هېواد مو له څلورو برخو یوه یې چاته هدیه کړي.
وا د خدای مسلمانو! دلته ماهر مهندسین شته چې هم انتقاد کولی شي او هم اصلاح؛ نو چې په خپله یو کار سم او معیاري نشئ کولای خو له بل چا مشوره پکې واخلئ، تندر خو نه را پرېوزي؛ دا خو یوازې ستاسو خاوره نه ده چې هر څه مو زړه غواړي همغه پکې کوئ او څوک به د تنقید حق نه لري؛ دا زموږ او د نورو افغانانو هېواد هم دی او زړونه مو پرې سوزي، ولې مو د دښمنانو خلخندی ګرځوئ!
بیا درته وایم چې نقشه مو سمه کړئ! دنیاوال به وایي چې افغان حکومت ماهر او مسلکي طراحان او پیاوړي مهندسان نه لري.
دا خو ډېر ساده کار دی خو چې مهندس ویده نه وي او هغه داسې: لومړی د کُرې قطر او محیط معلوم کړئ، بیا په همغې کچه مقیاس ورته جوړ کړئ چې دا (scale / مقیاس) په هندسي اشکالو کې ډېر مهم دی! که لوی پرېنټر ته لاس رسی نه لرئ، نو جهان نما نقشه پر څو A0 یا A1 ورقو پرېنټ کړی، چې کله مو ټوله نقشه پرېنټ کړه، بیا یې بېرته سره وصل کړئ، له هغه وروسته یې پر کره ونښلوئ، چې دا کار مو وکړ، بیا د هېوادونو مرزی خطوط او جغرافیاوي محدودې پکې په نښه او کرې ته یې کاپي پېسټ کړئ، له هغه وروسته بیا خپلې نقاشۍ او رنګامیزۍ پکې کوئ.
په دغه ډول به ټوله نړیواله جغرافیوي نقشه سل په سل کې دقیقه او پر مقیاس به کاملاً برابره شي ان شاءالله ؛ چې بیا به نه موږ ګیله کوو، نه دنیاوال او نه به چاته کم راځو! چې ګني دلته خدای مکړه پوه خلک نشته؛ افغانستان زموږ او ستاسو هویت دی نو هیله کوم له هر شي سره یې پام کوئ.
کارونه مو د قدر وړ دي او په ستایلو ارزي، له هېواد سره د مینې موقف مو روڼ ښکاري الله مو بریالي لره، خو موږ وایو چې باید کارونه مو لا ښه او معیاري شي؛ موږ له هېچا کم نه یو! ځکه خو مو کارونه هم باید د خلکو د پسخند لامل نه شي.
چې خفه نه شئ ! انتقاد لږ تریخ وي؛ ځکه خو سړه سینه، یو څه زغم او تحمل غواړي.