سرلیکنې

زغم – د حکومتوالۍ یو بل مهم اصل !

دا وخت د ګردې نړۍ ټول قومونه پر بېلا بیلو هېوادو وېشل شوي او بیا هر هېواد کې په ميلیونو او کروړونو وګړي اوسي چې د مختلفو بڼو حکومتونه یې سرپرستي کوي. لکه اوس مهال چې د څلوېښت ميلیونه افغانانو انتظام د اسلامي امارت په نامه د یوحکومت په لاس کې دي.

دا وخت د ګردې نړۍ ټول قومونه پر بېلا بیلو هېوادو وېشل شوي او بیا هر هېواد کې په ميلیونو او کروړونو وګړي اوسي چې د مختلفو بڼو حکومتونه یې سرپرستي کوي. لکه اوس مهال چې د څلوېښت ميلیونه افغانانو انتظام د اسلامي امارت په نامه د یوحکومت په لاس کې دي. ښکاره ده چې څلوېښت ميليونه وګړي څه کم خلک نه دي. یقیني ده چې په دومره غټ شمېر ولس کې به سربېره پر نېک چارو مخلصو مؤمنانو یو غټ شمېر بدعمله، منافق خصلته، بې وجدانه، بې احساسه، بې عقله، دروغجن، غوسه ناک، حرام خواره، بې ناموسه، وطن پلورونکي، لېوني او د څو ډوله جلا جلا ذوقونو، فکرونو او نظریاتو خاوندان خامخا وي. مطلب دا چې چارواکي محدود او عوام یا رعیت په شمېرکې حتماً ترحکومته زیات وي. ځکه خو به دا ډېره ګرانه وي چې سرکاري مسؤلين د رعیت هر اعتراض یا هرې جفا او ناروا پسې غمجن او لالهانده شي. د بېلګې په توګه که زموږ د هېواد په هره ولسوالۍ کې هره ورځ یو یو کس حکومت پسې بد رد ووايي نو څلور سوه دوسیې جوړې شوې، اوس که د یوې میاشتې دا ډول مجرمین را غونډ کړل شي نو دولس زره کسان شول چې پرته له شکه یې را نیول، محاکمه کول او زندان ته اچول د هر حکومت تر وس پورته خبره ده. له همدې کبله ښه داده چې  حاکمان تر هرڅه مخکې د حکومتولۍ هنر زده کړي. ددې هنر ړومبی ټکی دادی چې مشران به ځان کې د زغم خصلت ته ښه پرمختګ ورکړي. دوی باید وپوهيږي چې خامخا به د ولسونو په منځ کې زښته ډېر داسې کسان وي چې د چارواکو له ذوق او سلیقې سره به کلک مخالف وي او د همدې جذبې سړولو په خاطر به ضرور ځینې مخالفې څرګندونې هم کوي البته په دغو څرګندونوکې ښايي ډېر معقول ټکی هم وي چې واکمن یې باید واوري او عمل پرې وکړي.

هوښیاران وايي غوږونه دوه او خوله یوه ده نو ځکه هرچاته په کارده چې واوري ډېر او وینا کمه وکړي. بله دا چې وايي د نورو خولو بندولو نه د خپلې خولې بندول آسانه دي. معنا دا چې خپله باید زغم وکړی شي او د خلکو د ډېرو خبرو پروا ونه ساتل شي. دغه راز د نورو خولو تړلو کې بل تاوان دا هم دی چې بیا به چارواکي د یوې غوره مشورې او حقې وینا له اورېدو هم محروم شي، د خلکو د فکري وسعت او نوښت مخه به ډب او ټول رعیت کې به یوازې د چاپلوسانو او غوړه مالانو د پرمختګ لاره خلاصه وي. شپه ورځ به همدا طبقه له حاکمانو را تاو او د هلاکت ګړنګونو ته به یې وغورځوي.

البته زموږ مقصد دا نه دی چې د حکومت مسؤلین دې هرډول قانوني سرغړونې زغمي، دا ډول چلند خو بې له شکه ټول هېواد او نظام له بشپړې تبایي سره مخ کوي. بلکې هدف دا دی چې د حقې وینا زغم دې ولري ، وړو وړو خبرو پسې دې سر نه ګرځوي او د شخصي سلیقې په نه مراعاتولو دې خلک نه را نیسي ،ځکه هرهغه لویان چې په جزئیاتو کې نښتي، بیا لوی کارونه خامخا ترې پاتې شوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button