ټولنه او کلتور

زابل کې ۲۸ تاریخي سیمې ثبت شوې

د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست خبر ورکوي چې د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې د ا.ا له راتګ سره دوی خپلې چارې ګړندۍ کړې او زیاتې سیمې یې د تاریخي میراثونو په توګه ثبت کړې.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امر عبدالولي بشرمل وویل، تر دې وړاندې د تاریخي ولایت زابل تاریخي اثارو او آبدو ته هیڅ پاملرنه نه وه شوې خو د ا.ا په واکمنېدو سره دوی د تاریخي آبدو د ساتنې پروسه ګړندۍ کړې چې توانیدلي د پخوا په پرتله زیاتې تاریخي سیمې وپیژني او له ځان سره یې ثبت کړي چې دا پروسه لاهم په چټکۍ سره مخ پر وړاندي روانه ده.
ښاغلي بشرمل ډاډ ورکړ د وزارت مقام ته یې د بودجې او امکاناتو وړاندیز کړی ترڅو یو شمېر تاریخي ځایونه پرې ورغوي او هغه سیمې چې نوې پېژندل کیږي له ځان سره ثبت کړي.
د ده په وینا وړاندې له دوی سره لس تاریخي آبدې ثبت وې کله چې دوی راغلي دا شمېره ۲۸ ته لوړه شوې ده.
پر همدې مهال د زابل یو شمېر فرهنګپال او لیکوالان هم له دولت څخه غوښتنه لري چې د زابل تاریخ او نوم ته په کتلو سره تاریخي ځایونو او میراثونو ته پاملرنه وکړي.
فعال ځوان اکبرشاه زابل کې د تاریخي ځایونو پر حالت اندېښه څرګنده کړه او زیاته یې کړه که چیري پاملرنه ورته ونشي شاید له منځه ولاړ شي. د ده په وینا زابل غني تاریخ لري، ځکه نو دولت ته په کار ده چې دې برخې ته زیاته پاملرنه وکړي.
د زابل یوه اوسیدونکي محمد هاشم وویل د زابل د تاریخي سیمو د لیدنې لپاره له نورو ولایتونو څخه خلک راځي ځکه چې زیاتې تاریخي آبدې لري وخت پر وخت ترې لیدنه کیږي، موږ غوښتنه لرو چې د زابل په هره سیمه کې دې آبدو ته پاملرنه وشي او د له منځه تللو له ګواښ څخه دي وژغورل شي.
زابل ولایت ډیر تاریخي ابدات لري چې مهمې یې لک د غشي منار، بالاحصار، صاحب خان غونډۍ، سور تاک، د میرویس نیکه پلار ښاعالم خان کلا، سلطان ملخي کلا او داسې نور…. اوس هیله شته چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به دې تاریخي آبدو ته پاملرنه زیاته کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button