ټولنه او کلتور

زابل کې د ځنګلونو وهلو، وحشي حیواناتو او مرغانو په ښکار بنديز ولګول شو

د زابل د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولین وايي، چې د زابل مرکز په ګډون ولسوالیو کې یې د چاپیریال ساتنې په برخه کې کارونه پيل کړي، چې په ډېری سیمو کې یې د مرغانو، وحشي حیواناتو، د ښکار او د ځنګلونو پرې کولو باندې بنديز لګول شوی دی.

د زابل د چاپيریال ساتنې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مدیر رحمت الله عزیزي باختر اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، چې د زابل په کچه یې د چاپېریال ساتنې او په دې برخه کې د عامه پوهاوي په برخه کې پوره کار کړی، چې شعارونه او پیغامونه يې تر خلکو رسولي دي. د نوموړي په وینا اوسمهال یې د چاپېریال د پاکوالي  په ښار کې د حمامونو، کارخونو، د قصابانو د څار او همدارنګه په ښاري کچه د تفریحي پارکونو باغونو او په اړوند برخو کارونه پیل کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button