روغتیا
زابل کې د امبولانس خدمتونه پیل شول
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي، چې په نوبهار، خاک افغان او دایچوپان ولسوالیو کې یې د امبولانس خدمتونه پیل کړي.د دغو درېیو ولسوالیو روغتیایي مرکزونو ته امبولانسونه د یونیسف نړیوالې ادارې له لوري ورکړل شوي او ۲۴ ساعته به د خلکو په خدمت کې وي.

د سیمې خلک وایي، د عاجلو ناروغانو د انتقال په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ و او تمه ښيي چې د دغو امبولانسونو په فعالېدو سره به یې ستونزې حل شي.
ورته وخت کې د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان ویلي، چې دغه امبولانسونه به وکولی شي په دغو درېیو ولسوالیو کې د مور او ماشوم د مړینې د کچې په راټیټولو کې هم ګټور تمام شي.