اقتصاد

زابل مستوفیت ۶۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د زابل مستوفیت مسؤلین خبر ورکوي، چې د روان کاله له پیله تراوسه یې د مالیاتو په برخه کې زیات کار کړی او د مالیې وزارت له لوري ورکړل شوی ټارکیټ یې پوره کړی او عواید يې ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د زابل مستوفي مولوي نورالحسن محسن وویل چې د مالیې وزارت له لوري د ورکړل شوي ټارګیټ څخه یې شاوخوا ۱۲ سلنه زیات عوايد راټول کړي، چې جمله مبلغ یې تر دې مهاله پورې ۶۱ میلیونه افغانۍ کیږي، د ټولو هغو لارو څخه مو عواید را ټول کړي چې مخکې کلونو کې به نه ورڅخه را ټولیدل.
نوموړي همدارنګه وویل چې د ۱۴۰۱ مالي کال د پیل څخه تر دې مهاله پورې یې د ټولو ملکي او نظامي ادارو د پرسونل د معاشاتو او مصارفاتو په برخه کې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه افغانیو حوالې اجراء کړي دي.
د زابل ولایت مستوفي مولوي نورالحسن محسن د زابل ولایت مقام د بررسۍ او څارنې له باصلاحیته پلاوي چې د بشري سرچېنو رئیس مولوي احمد مختار، د ولایت مقام مطبوعاتي مسئول مولوي مطیع الله قانت، د نظارت او ارزیابي کارپوه مولوي حکیم الله عباس او ورسره مل تخنیکي ټیم د لیدنې پر مهال وویل چې د لومړي ځل لپاره یې د څلورو میاشتو په جریان کې د زابل ولایت د ټولو ولسوالیو درجه بندي ترسره کړې او عواید یې په اصولي توګه د دولت ملي خزانې ته جمعه شوي دي.
د ولایت مقام څخه ورغلي پلاوي د مستوفیت له تر سره کړیو چارو څخه ارزونه وکړه، د کارکوونکو حاضري یې کنټرول کړه او د دوي د خدمتونو څخه یې مننه وکړه چې د اصولو په چوکاټ کې یې د خلکو کارونو ته په ښه توګه رسیدګي کړې ده، او چارې يې په پوره ايماندارۍ او صداقت سره مخته وړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button