
ټولنه او کلتور
زابل عمومي زندان کې لسګونه زندایان د سواد زده کړو څخه فارغ شول.
د زابل ولایت په عمومي زندان کې د پوهنې ریاست سره د هماهنګۍ له مخې ۹۲ تنو بندیان د سواد زده کړو له ۹ میاشتني کورس څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
د زندان عمومي آمر ښاغلي ملا حکمت الله ” خطاب” زندانیانو ته د علم د ارزښت په هکله څرګندونې وکړې او د زندان مسولینو ته یې د بندیانو سره د نیک چلند سپارښتنه وکړه اودزابل ولایت دپوهنی ریاست څخه یی زیاته مننه وکړه، هغه، وویل د پوهنې ریاست ورسره پوره همکاری کړې ده
د غونډې په جریان کې د زندان اړوند علماء کرامو ویناوې وکړې او ټولو د تعلیم پر ارزښت خبرې وکړې، د غونډې په وروستیو شیبو کې ذکر شوو بندیانو ته تصدیق نامې وویشل شوې.