سرلیکنې

رښتيني مشران او رښتينې خبرې…!

د راتلونکي نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري اختريز پيغام خپور شوی، چې پکې د اسلامي امارت د دوه کلنې واکمنۍ د لاسته راوړنو، اوسني ډاډمن امنيتي او اقتصادي وضعیت، له نړۍ سره د اړيکو او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله رښتينې او څرګندې خبرې شوي. د اسلامي امارت د زغيم اختريز پيغام د نورو مشرانو له پيغامونو څخه په ډېر څه کې متفاوت دی، له ټولو مهم تفاوت يې په دې کې دی، چې نور مشران له ملتونو او رعيتونو سره د دروغو وعدې او ژمنې کوي، خو د اميرالمؤمنين حفظه الله پيغام له رښتينو څرګندونو او واقعيتونو څخه جوړ دی.

د راتلونکي نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د اسلامي امارت د زعيم اميرالمؤمنين شيخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله تعالی له لوري اختريز پيغام خپور شوی، چې پکې د اسلامي امارت د دوه کلنې واکمنۍ د لاسته راوړنو، اوسني ډاډمن امنيتي او اقتصادي وضعیت، له نړۍ سره د اړيکو او يو لړ نورو مهمو موضوعاتو په هکله رښتينې او څرګندې خبرې شوي. د اسلامي امارت د زغيم اختريز پيغام د نورو مشرانو له پيغامونو څخه په ډېر څه کې متفاوت دی، له ټولو مهم تفاوت يې په دې کې دی، چې نور مشران له ملتونو او رعيتونو سره د دروغو وعدې او ژمنې کوي، خو د اميرالمؤمنين حفظه الله پيغام له رښتينو څرګندونو او واقعيتونو څخه جوړ دی.

د اختر له مبارکۍ او د حج او قربانۍ د قبوليت له دعا وروسته د هيواد د اوسني ډاډمن او سرتاسري امنيت په هکله افغان ملت د الله تعالی شکر ته بلل شوی، د اسلامي نظام په بيا اعادې د الله تعالی حمد او ثنا ويل شوې او څرګنده شوې ده، چې د دیني شعائرو د لوړتیا او د د یني مراکزو د پراختیا او تقویې لپاره مهم اقدامات شوي دي. د تقنین،  حکومتدارۍ، قضاء، اقتصاد، فرهنګ او د ژوند نورو ډګرونو کې دیني اصلاحات جریان لري. دا ټول هغه اهداف او ارزښتونه دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې زموږ مؤمن ولس اوږدې مبارزې کړي او لویې قربانۍ یې ورکړې دي.

د استقلال او خپلواکۍ بيا تأمین، د اسلامي اخوت او ملي وحدت ټینګښت، د قوم، ژبې او سمت په عنوان هر ډول تعصباتو له منځه وړل، د  هیواد ارضي تمامیت او د ټولو سرحداتو کلکه دفاع او ساتنه او د شخصي استفاده کوونکو او زورواکو له لاسه د هیواد د ملي شتمنيو ايستل د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په توګه ياد شوي.

د مېرمنو د حقونو په هکله هم په ډېر واضح ډول ويل شوي، چې ټول شرعي حقوق يې تامين شوي دي، د اجباري نکاح او په بدو کې يې د ورکولو په شمول له نورو ګڼو رواجي ظلمونو څخه د ژغورلو په خاطر لازم اقدامات ترسره شوي دي. د ټولنې د نیمې برخې په حیث د میرمنو اصلاح، حجاب، عفت، له اختلاط څخه مخنیوي او د اسلامي شریعت تر سیوري لاندې د باسعادته ژوند په مسیر د برابرولو په موخه مهم اقدامات شوي دي.

د سپيڅلي شريعت تر چتر لاندې د محاکمو فعالیت، د امربالمعروف او نهی عن المنکر لویې فریضې ترسره کېدل او په دې برخه کې د اسلامي دعوت له اصولو سره سم د اعتدال، مصلحت او شفقت له اصولو سره سم د ټولنې د اصلاح په مقصد اقدامات ستايل شوي او هيله ښودل شوې، چې په دې برخو کې به لا ډېر ښه او مؤثر اصلاحات رامنځته شي.

په اقتصادي برخه کې هم د افغانستان اوسنی وضعيت د ډاډ وړ بلل شوی، او د اقتصادي رکود په هکله  د ټولو وړاندوينو او فرضيو ناسم ثابتېدل د الله تعالی خصوصي فضل او د اسلامي امارت حکیمانه اقدامات، اخلاص او شفافیت ياد شوي دي او يو ځل بيا پر ټولو پانګه والو غږ شوی، چې د هيواد د لا ډېر اقتصادي پرمختګ لپاره راوړاندې شي او په دې برخه کې د حکومت د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ شوی دی.

 د مخدرو موادو په وړاندې د اسلامي امارت د رښتينې مبارزې يادونه هم شوې ده، چې له امله يې د نشه يې توکو کرکيله د نشت برابر ته راټيټه شوې او په دې برخه کې د هيوادوالو همکاري هم ستايل شوې ده. د اسلامي امارت له لوري د سلګونه زره جريبه غصب شویو ځمکو د تثبیت او بیرته راګرځولو په برخه کې د اسلامي امارت بې سارې اقدامات هم په ګوته شوي دي.

ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادونو سره ښې او رغندې سياسي او اقتصادي اړیکې د افغانستان په ګټه ګڼل شوې او ټينګار شوی، چې په دې برخه کې اسلامي امارت خپل مکلفیت ادا کړی دی. پر ټوله نړۍ غږ شوی،  چې لکه څرنګه چې اسلامي امارت د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، همدا ډول نوروته هم اجازه نه ورکوو چې په هيڅ بهانه او عنوان زموږ په کورنیو مسائلو کې مداخله ولري او یا موږ ته لارښوونې وکړي.

په پای کې د اسلامي امارت ټولو چارواکو ته توصيه شوې ده، چې د حکومتدارۍ په ټولو برخو کې د مؤمن ولس د خدمت، امنیت او هوساینې لپاره خپل مکلفیتونه په جدیت سره تعقیب کړي. خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې کړي، کارونه یې په احسنه او عاجله طریقه اجراء کړي، له خلکو سره هیڅکله داسې چلند ونه کړي، چې ولس ځان له مسؤلینو کم او یا پردی وبولي.

لنډه دا چې د اميرالمؤمنين حفظه الله تعالی اختريز پيغام پر واقعيت ولاړ دی، افغان ملت، حکومتي چارواکو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته پکې ارزښتناکې توصيې شوې دي او ويلی شو، چې دغه پيغام يوازې مبارکۍ نه، بلکې د اسلامي امارت د پاليسۍ مهمې برخې رانغاړلې وې.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button