دینی لیکنې

روژه د نیکیو میاشت ده!

روژه د نیکیو میاشت ده؛ په روژې کې باید تر بل هر وخت انسان پر نیکیو باندې ډېر کوښښ وکړي ځکه په دې میاشتې کې نیکۍ څو برابره حسابېږي او نسبت و بل وخت ته یې قبولیت هم حتمي وي.

نیکۍ پر دوه ډوله دي ظاهري نیکۍ او معنوي نیکۍ؛  په روژه كي باید انسان دواړه ډولونه د نیکیو په ډېره لوړه پیمانه ترسره کړي.

ظاهري نيکۍ او ښيګڼي:

لكه لمونځ، زکاة، روژه، حج، جهاد في سبيل الله، د مور او پلار سره نيکي، صله رحمي، اصلاح ذات البين، مساکينو او اړو انسانانو ته خواړه ورکول، د سنت سلام خپرول، د شپې لمونځ کول. او داسې نور….

معنوي نيکۍ او ښيګڼې:

لكه شجاعت، عفت، صدق، وفاء، امانت، اخلاص، حلم، تواضع، کرم، صبر، د انساني ضمير پاکي، د خلګو ښه کولو ته تشويق کول، عدل او احسان، او نور داسې شيان چې د امت لپاره اوس او يا په را روان وخت کي ګټمن وي او په قرآن، حديث، اجماع او فقهي استنباطاتو باندې ثابت وي.

د نيکۍ فايدې:

۱ – په نيکۍ باندې سړی جنت رسېدلای سي.

۲ – په نيکۍ باندې د انسان عمر ډېريږي.

۳ – په نيکۍ باندي د انسان په مال او اولاد کې برکت پيدا کېږي.

۴ – نيکي د دنيوي او اخروي نيکمرغۍ سبب ده بناءً په نيکۍ باندي انسان د دنيا او آخرت نيکمرغي لاس ته راوړلای سي.

۵ – نيکي د انسان د ښې خاتمې لپاره دليل دی.

۶ – په نيکۍ باندې انسان د الله پاک او انسانانو محبت تر لاسه کولای سي.

۷ – په نيکۍ باندې په ټولنه کې محبت او الفت پيدا کېږي.

۸ – په نيکۍ باندې مسلمان تاجر د قيامت په ورځ د فجارو د ټولي څخه وځي.

۹ – د نيکۍ په کوونکو يعني په نيکانو خلګو باندې مځکه آباده وي لکه په فجارو خلګو چې مځکه خرابه وي.

۱۰ – په نيکۍ باندې انسان د قيامت د ورځې د عذاب څخه نجات موندلای سي.

۱۱ – نيکي هغه صفت دی چي ښه اخلاق د انسان ورباندې کامل کېږي او انسان و لوړو درجو ته د رښتينولۍ رسوي.

۱۲ – په نيکۍ باندي سرګردان او حيران نفسونه اطمينان پيدا کوي.

۱۳ – په نيکۍ باندې وېرېدونکي زړونه آرام او سکون پيدا کوي.

۱۴ – په نيکۍ باندي ټولنه ټينګښت پيدا کوي.

منبع: تحف رمضانیه

ژباړه: مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button