سرلیکنې

روژه د شفقت او ترحم مياشت ده

روژه د برکت، رحمت او له اور څخه دخلاصون مياشت ده د روژې هر عمل يو په اويا حسابيږي او دا د الله ج خاصه لورينه ده ،نو پکار ده چې مؤمنان ددغې الهي ډالۍ او د مبارکې روژې له فضيلتونو او برکتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي ،ځکه چې کله زموږ بدن او جامې خيرنې او چټلې شي ،نو دهغو لپاره مکلف يو چې صابون او شامپو له دوکان څخه راونيسو او خپل ځان او لباس پري ووينځو تر څو ځان او کالي مو پاک شي، نو مسلمانان دروژې په نيولو او دهغې له برکتونو څخه بايد ګټه واخلي عبادت پکې وکړو ،تلاوت پکې وکړو او دخپلو بې وزلو ورونو او خويندو لاسنيوي او مرسته وکړو چې هيڅ دخوراک څښاک مدرک نه لري .دنړۍ په يو شمير اسلامي هيوادونو کې دروژې مبارکې مياشتې په را رسيدو سره شتمن خلک او تجاران د شرکتونو څښتنان او هټيوال د خپلو سوداګريزو اړينو خوراکي توکو په بيه کې دپام وړ ټيټوالي راولي او شتمن خلک دخپلې شتمنۍ زياته برخه دبېوزلو خلکو لاسنيوي او مرستې ته ځانګړی کوي ،خو زموږ په هيواد کې بيا خبره برعکس ده. دلته درمضان المبارک په رارسيدو دوکانداران دخپلو خوراکي توکو دبيو دټيټوالي پر ځاي نرخونه لوړوي چې دغه کرغيړن عمل دمسلمانانو په منځ کې د انساني ترحم او اسلامي عاطفې روحيه وژنې او دا ښه عمل نه دي .موږ بايد هڅه وکړو  ترڅو دالله ج له بې پايه مهربانۍ او برکتونو څخه ګټه واخلو. ديوې بې وزله کورنۍ په لاسنيوي کې له نورو سبقت وکړو او په دې شکل خپل ځان له الهي عذابه وژغورو .څوک چې دالله رب العزت پر مخلوق رحم وکړي. الله ج به پر هغوی رحم وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button