روژه د بېوزلو او اړمنو د لاسنيوي غوره فرصت!
الله تعالی د خپل لوی فضل او مهربانۍ له مخې د بشريت د سعادت او نېکمرغۍ لپاره د خير ښيګڼې ډېرې لارې پرانيستي دي، چې له ډلې يې یوه د روژې مبارکه مياشت ده. د روژې مبارکه مياشت له بې شمېره ښيګڼو او برکتونو څخه ډکه ده، د نفس پر تزکيې او باطني پاکوالي سربېره د الله تعالی په وړاندې عبادت هم دی. په دې مياشت کې د انسان اخلاقي او ټولنيز اړخونه او هم یې معنويت روزل کېږي او د مسلمانانو ترمنځ د ترحم، عاطفې، همغږۍ او خواخوږۍ روحيه رامنځته کېږي. روژه لرونکی، په ځانګړې توګه شتمن، چې د ايمان او صداقت له مخې روژه ولري او د لوږې او تندې احساس وکړي، د بېوزلو او ناتوانو کسانو حالت ته يې پام اوړي. د بېوزلو او ناتوانو کسانو درد احساسول د انسانیت حقيقت دی.

له بلې خوا له بېوزلو سره مرسته د اسلامي عدالت له مظاهرو څخه بلل کېږي او دا عمل د مسلمانې ټولنې د افرادو ترمنځ د دوستۍ او همکارۍ د ټينګښت لامل ګرځي.
نن ورځ ښه فرصت دی، چې د خپل ورور لاسنيوی وکړو، مشکل يې حل کړو، له ستونزو يې ځان خبر کړو او د هغه هره ستونزه د ځان ستونزه وبولو.
صدقه او خیرات د ځوانمردۍ او انسانيت پر غوښتنې سربېره د الله تعالی د رضا او خوښۍ سبب هم دی، رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي: «صدقه او خيرات کول د الله د غضب مخه نيسي.» (صحيح بخاري)
د نادارو د ستونزو هوارول او د يتيمانو پر خولو خندا راوستل د هر مسلمان مکلفيت دی. که د دې مبارکې مياشتې په هره ورځ کې موږ د خپلې سيمې له بېوزلو سره تر خپله توانه مرسته وکړو، ښکاره ده چې ټولنه به مو له فقر او بېوزلۍ څخه وژغورل شي. ټول مسلمانان او په ځانګړي ډول شتمن او هغه چې زيات مالي امکانات او پيسې لري، بايد په دې مبارکه مياشت کې له بېوزلو، اړمنو، کونډو، يتيمانو او معلولينو سره مرستې ته په صداقت او ايماندارۍ سره راوړاندې شي او خپل ديني او انساني مکلفيتونه سرته ورسوي.
راځئ چې د متعال خدای د رضا او د خپل آخرت د ښه والي لپاره په دغې مبارکه مياشت کې له مظلومو او بېچاره خلکو سره مرسته وکړو او د يو مسئوليت منونکي انسان رول ادا کړو.