
روغتیا
روغتیا وزارت بهر ته له تللو ډاکټرانو هېواد ته د راتلو غوښتنه وکړه
د عامې روغتیا سرپرست وزیر له بهر مېشتو افغان ډاکټرانو غوښتي چې هېواد ته راشي او د افغانانو خدمت وکړي. نوموړی وايي، سرپرست حکومت ټولو هغو بهر مېشتو ډاکټرانو ته چې غواړي هېواد ته راشي د راتګ ټول لګښتونه پر غاړه اخلي. د عامې روغتیا سرپرست وزیر له یو شمېر بهر مېشتو ډاکټرانو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان ته د افغان ډاکټرانو د راتګ په اړه یې د سرپرست حکومت د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره کتلي او هڅه کوي چې د دې برخې لپاره ځانګړې بودجه ترلاسه کړي. هغه دغه راز له بهر مېشتو ډاکټرانو غوښتي چې افغانستان ته راشي او هغه خدمتونه چې په بهر کې یې وړاندې کوي، په خپل کور کې یې وړاندي کړي.