روغتیا

روغتیا ته مو پام وګړئ

58 / 100

په نړۍ کې د روانې میاشتې تر ٢٤ مې پورې د روغتیا له مخې ځان ته د پاملرنې د مياشتې تر عنوان لاندې لمانځل کیږي.د ځان روغتیا ته د نه پاملرنې په پایله کې وګړي په خپل لاس ځان د ناروغیو ښکار ګرځوي ،ځکه ځان ته د نه پاملرنې له امله مو بدنونه کمزوري کیږي ،د مرضونو پر وړاندې له مقابلې څخه ناتوانه کیږي او د ځورنې لامل مو کیږي. په دې اړوند چې غوره روغتیا ولرو ،وقایه له درملنې څخه غوره ده. د همدې پيغام په لېږد سره باید یو شمېر تدبيرونه ولرو چې د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې له خوا يې لاندې سپارښتنه شوې ده .منظم فزیکي تمرین وکړئ، په داسې حال کې چې د نړۍ ١،٨ ميليونه لوی وګړي د فزیکي فعالیت د نه درلودلو له امله ناروغان شوي دي، مګر دا شمېر مخ پر لوړه روان دی . د کاري بوختیاوو زیاتوالی ،د تکنالوژۍ وده او منظم فزیکي تمرین سره د لېوالتیا نشتون هغه لوی لاملونه دي چې د دې چارې پر وړاندې خنډ ګرځي. د وينې د فشار څارل ، د وينې فشار هغه ناروغي ده چې د ښکاره علايمو په نه درلودلو سره د مغزي سکتې ،د زړه د حملې او نورو لامل کیږي ان تر دې چې طبابت پوهان ورته د پټ قاتل نوم کاروي، کوم چې په هرو لسو لویانو کې څلور د لوړ فشار قرباني کېږي ، د دې لپاره چې د دې ناروغۍ مخنیوی مو کړی وي ،فزيکي تمرین وکړئ ،غذايي رژيم ته مو تغیر ورکړئ او له چاغښت څخه ځان وساتئ.د خوړو د روغتيايي رژیم درلودل ، دا جمله معمولاً د وزن د کمښت په مانا را اخيستل کیږي ،خو په اصل کې روغتيايي خوړیز رژیم هغه رژیم دی چې موږ بايد د خپل بدن د اړتیا په کچه خواړه وخورو ورسره ټول هغه لوی لکه پروتين او کوچني لکه ویټامین د وجود ضرورتونه پوره کړي،دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ لوی شمېر نفوس د صحي خوړو یا په بله ژبه د روغتيايي خوړیز رژیم د نشتون له امله له ناروغیو سره مخ کېږي.د ښه دماغ لرل  ،ښه دماغ له رواني ،فزیکي او ټولنیز اړخه ښه والي ته ویل کېږي ،ځکه ښه دماغ لرل په دې مانا دي چې د ژوند مهارتونه زده کړي، زده کړې وګړي، نوښتګر و اوسې ،ټولنیزې اړیکې جوړې کړې او باالاخره چې د ټولنې په پرمختګ او ښه والي کې رغنده رول ولوبوي، نو د يادې روغتیا لپاره ارام وکړئ او تشویش کم کړئ ،په طبعیت کې پاتې شئ او وخت تېر کړئ ،منظم خوب وکړئ، ټولنیزې اړیکې وپالئ او فزیکي روغتیا مو به پام کې ولرئ.نشه یي توکي مه کاروئ، څرنګه چې د اسلام د مبارک دین لارښوونه ده، نېشه یي توکي کارول حرام دي او له بله اړخه زموږ روغتیا ګواښوي، نو له همدې امله ټولو ته په کار ده چې له يادې بدې کړنې څخه ځان او نور را وګرځوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button