سیاست

روسیې په هرات کې د خپلې کونسلګرۍ د فعالېدو خبر ورکړی

په کابل کې د روسیې پر سفارت تر بریده او د کونسلي خدمتونه له درېدو وروسته دغه هېواد تازه په هرات کې خپل د خپلو کونسلګري خدمتونو د فعالېدو خبر ورکړی دی. ټاس خبري اژانس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له قوله ویلي چې په هرات کې د دوی قونسلګرۍ خپل کونسلي خدمتونه پیل کړي دي. په ورته وخت کې د افغانستان سرپرست حکومت وايي، له ټولې نړۍ سره د غوره اړیکو غوښتونکی دی، خو په خبره یې، دغه اړیکې باید دوه اړخیزه وپالل شي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې په ډېرو هېوادونو کې يې خپل سفارتونه پرانیستي او له ډېرو هېوادونو سره پیاوړې اقتصادي، سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري. هغه زیاته کړې، دوی په دې برخه کې له کومو ستونزو سره نه دي مخ شوي او هڅه کوي چې له نورو هېوادونو سره یې هم اړیکې پراخه شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button