روسیه کې نړیوالې فرهنګي ناسته د اطلاعاتو او کلتور معین ګډون
د روسیې هېواد په سن پترزبورگ تاریخي ښار کې نړیوالې فرهنگي ناستې ته د امارت اسلامی د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین مولوي حیات الله مهاجر په خپله وینا کې وویل، چې د هېوادونو او نړۍ اړیکې د فرهنگي ډیپلوماسۍ په اساس اغېزمنې پراخېدلای شي. هغه ټینگار وکړ چې د ټولنو او هېوادونو فرهنگونه د هغوی د هویت حیثیت لري، باید دروناوی یې وشي او هېڅکله یې د سیاسي فشار او زور له مخې د ننگونې هڅه رامنځ ته نه شي. په ورته وخت کې یې د فورم له ټولو گډونړالو هېوادونو په کلکه غوښتنه وکړه، چې د فلسطین مظلوم ولس په ملاتړ د صهیونیستي اسرائیلو په رټنه کې خپل غږ په زغرده پورته کړي.

د سن پترزسبورگ نړیوال کلتوري فورم د روسیې هېواد په کوربه توب رابلل شوی وو، چې د نومبر له ۱۶-۱۸مې د کلتوري وزیرانو په دې مشریزه ناسته کې د شاوخوا ۴۱ هېوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزیرانو گډون درلود.
د هېوادونو د کلتورونو د څېړنې او فرهنگي دیپلوماسۍ په دې نړیواله ناسته کې د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت مشرتابه ته د روسیې هېواد له اړخه رسمي بلنه ورکړل شوې وه، چې پکښې د وزارت د نشراتي معین په مشرۍ د بهرنیو چارو وزارت د استازي په گډون افغان پلاوي گډون کړی وو.