سیاست او دولت

روسي چارواکی: اسلامي امارت دې د واقعیت په توګه ومنل شي

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر الکساندر پانکین د سنټ پټرزبورګ نړېوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې ویلي، چې اسلامي امارت د ټول افغانستان واک په خپل لاس کې لري. ښاغلي پانکین زیاته کړې چې دوی له دې زیات له اسلامي امارت سره د اړیکو انتظار نه شي کولی.دغه روسي ډېپلوماټ ویلي، راځئ د افغانستان سرپرست حکومت د افغانستان حکومت وبولو  او اړیکې ورسره پراخې کړو.د ویلو ده چې تر دې دمخه د یاد هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین هم ویلي وو چې اسلامي امارت یو واقعیت دی او باید هېوادونه ورسره تعامل وکړي .دا په داسې حال کې ده، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير څو ورځې وړاندې د  سنټ پټرزبورګ نړيوالې اقتصادي غونډې کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته تللی.ښاغلي عمري دغه رازا دې هېواد ته د افغان کارګرو د استولو طرحه هم روسي چارواکو ته سپارلې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button