سیاست او دولت

روسيې د اسلامي امارت په رسميت پېژندلو ته لېوالتيا ښودلې

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي: د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسيې له‌خوا د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په اړه خبرې کړې دي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وايي: د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمير کابلوف د اسلامي امارت د بهرنيو چارو له سرپرست وزير سره په لېدنه کې د نړۍ په تېره د روسيې له‌خوا د اسلامي امارت د رسميت پېژندلو په اړه خبرې کړې دي. د روسيې دبهرنيو چارو وزارت په دې اعلاميه کې زياته کړې ،چې کابلوف کابل ته په خپل وروستي سفر کې د دوه اړخيزو اړيکو، د سوداګريزو چارو د پراختيا، اقتصادي، کلتوري، روزنيزو او همداراز له نشه‌يي توکو سره د قاچاق په وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې کړې دي. د راپور له مخې کابلوف له متقي سره د نورو مسايلو ترڅنګ داسلامي امارت د په رسميت پېژندلو په اړه هم خبرې کړي دي. له دې سره سم، اسلامي امارت وايي: د افغان حکومت په رسميت پېژندل د سيمې په ګټه دي. په افغانستان کې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو د شاوخوا ۱۶ مياشتو په تېرېدو سره هېڅ هېواد په رسميت نه‌دی پېژندلی، خو بيا هم ځينو هېوادونو د سرپرست حکومت ديپلوماتان منلي او يو شمېر هېوادونو هم په کابل کې خپلې سياسي استازولې بيا فعالې کړې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button