
روسيه: په افغانستان کې د امريکا جنګي جنايتونه بايد وڅېړل شي
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسيې ديپلوماتيک ماموريت ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د جنګي جنايتونو په اړه د معلوماتو راټولول بايد لومړيتوب ولري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د روسيې ديپلوماتيک ماموريت ټينګار کړی، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو د جنګي جنايتونو په اړه د معلوماتو راټولول بايد لومړيتوب ولري. روسي ديپلومات (( يروسلاو ياريمين)) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې وويل: (( نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د امريکا او ناټو پوځيانو د خپل شل کلن شتون په ترڅ کې د جنګي جرمونو يادونه وکړي.))ده زياته کړه: (( په کار ده چې د معلوماتو د راټولولو او په افغانستان کې د امريکا او ناټو د جنايتونو د افشا کولو لپاره کار ته دوام ورکړو.))دغه روسي ديپلومات وويل: د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د سياسي کولو او د ځينو ژمنو له عملي کولو سره د تړلو لپاره د امريکا او د هغې د متحدينو هڅې د منلو وړ نه دي.ياريومين يادونه وکړه، (( په افغانستان کې د ثبات او امنيت آسانتيا د روسيې لومړيتوب دی.))دغه روسي ديپلومات ويلي، مسکو ډاډمن دی، چې په افغانستان کې تلپاتې ثبات به د ټولې سيمې د ښه پرمختګ لامل شي.د روسيې د بهرنيو چارو د وزارت وياندې ((ماريا زاخارووا)) هم د روان کال په اپريل مياشت کې ويلي وو، چې د جرمونو نړيواله محکمه (هيګ) د امريکا اطاعت کوي او له همدې امله يې په افغانستان او عراق کې د امريکا او ناټو د جرمونو له څيړلو څخه ډډه وکړه.شنونکي ورته غوښتنې د امريکا او مخالفانو ترمنځ يې ديپلوماتيکه جګړه بولي او وايي، چې په دې ډول افغانستان د خپلو لوبو په مرکز لا نور بدلول غواړي.روسيه خپله هم پر افغانستان د تېري پر مهال په پراخو جنګي جنايتونو تورنه ده.