سیاست او دولت

روسيه:  د دوحې غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون پرځای اقدام و

د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترېش په مشرۍ دوحه کې د افغانستان د وضعيت په تړاو دوه ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده.په دې ناسته کې د ۲۵ هيوادونو ځانګړو استازو ګډون کړی و. ښاغلي ګوترېش دغه غونډه ګټوره بللې او ويلي يې دي، چې ګډونوالو يې د افغانستان د وضعيت په اړه هر اړخيزې خبرې وکړې.)) دا دوه ورځنۍ غونډه د راتلونکو ناستو لپاره ښه پيل او ډېره ګټوره وه. ملګري ملتونه به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په تړاو درېيمه ناسته هم جوړه کړي.))د چارو يو شمېر شنونکي بيا د دوحې غونډه د پوښتنې وړ او بې ګټې بولي او زياتوي، چې داسې غونډو کې پرديپال د افغانانو استازولي نه شي کولای.ورته مهال کابل کې د روسيې سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون پرځای بللي او ويلي يې دي، چې بايد د افغانستان غوښتنې منل شوې وای.((د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت نه ګډون د توجيه وړ ګڼو، ځکه چې د يوه مسئول حکومت په توګه د افغانستان غوښتنې پکې نه وې منل شوې. د افغان چارواکو له غوښتنې سره سم روسي لوري په هغو مراسمو کې له ګډون څخه ډډه کړې، چې تش په نامه افغان فعالانو پکې ګډون کړی و.))ټاکل شوې وه په دې غونډه کې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره ځانګړي استازي وټاکي ،خو روسيې، چين او ايران د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل کېدل رد کړي او دغه چاره يې د اسلامي امارت له هوکړې سره تړلې، هغه څه چې د افغانستان اسلامي امارت يې له وړاندې مخالفت کړی دی.        حکمت‌الله نعيمي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button