
سیاست
روسيه: استراليا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنايتونو د پټولو هڅه کوي
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې اسټراليا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د جنګي جنايتونو د دوسيو د تړلو هڅه کوي.د ياد وزارت وياندې ((ماريا زخارووا )) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې نوي اسناد او شواهد ښيي ،چې اسټراليايي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنايت ملامت دي.نوموړې د اسټراليا حکومت دا اقدام خواشينوونکي او د دې هيواد دوه مخی سياست بللی دی.دا په داسې حال کې ده ،چې په دې وروستيو کې د استراليا حکومت خپل يو عسکر په افغانستان کې د جنګي جنايتونو له کبله محاکمه کړی و.ياد سرتېري د خپل ماموريت پر مهال د څلورو ملکي افغانانو په وژلو ملامت و.