سیاست او دولت

رهبري په اداره کې

رهبري په هغو دندو کې شامله ده چې په یوه اداره کې شته انساني ځواک د مخکې تعیین شویو موخو او پلانونو د لاسته راوړلو لپاره هدایت او لارښوونه ورته کوي، همغږي او موخو ته رسېدل خورا آسانه کوي.

سریزه

رهبري په هغو دندو کې شامله ده چې په یوه اداره کې شته انساني ځواک د مخکې تعیین شویو موخو او پلانونو د لاسته راوړلو لپاره هدایت او لارښوونه ورته کوي، همغږي او موخو ته رسېدل خورا آسانه کوي. رهبري هغه هنر دی چې په پوهېدنې او دوامداره بڼه ترسره کېږي او ادارې ته شکل ورکوي او د ادارې د پراخېدو او ژوند ترټولو مهم لامل دی. رهبري د ادارې او حتی د امپراتوریو په ژوند، وده، رشد او زوال کې ترټولو مهم لامل دی. کله چې د نړۍ ترټولو د سترو نظامونو د سقوط علتونه وسپړئ پرته له شکه چې کمزورې رهبري به یې د ستر لامل په توګه پیدا کړئ. اداره د نننیو ټولنو نچوړ او اساس دی. رهبري د سازمان په حرکت راوړلو کې مهم  لامل او رهبران لارښوونکي او د ادارې اصلي څرخونکي دي. دا علمي اثر په ټولیزه توګه رهبري او د رهبري تیوریګانې او سبکونه تر بحث لاندې نیسي.

د رهبري تعریف

رهبر د یوې ادارې په کارکوونکو باندې د نفوذ مهارتونو، وړتیا او مثبت تأثیر ته وایي، چې کارکوونکي په خپل شوق او ژمنتیا د ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره ګامونه پورته کړي.د دې ځواک سرچینه رسمي جنبه لري، په یوه اداره کې د مدیریت موقف باندې تکیه کول دي. له هغه ځایه چې د مدیریت مقام رسمي جنبه لري او واکونه په رسمي بڼه ورته ورکول کېږي، امکان لري یو شخص د یو پُست د ترلاسه کولو په پایله کې په یوه اداره کې د رهبري رول ومني خو بحث دلته دی چې ټول رهبران مدیران نه دي، همدارنګه ټول مدیران رهبران نه دي. له هغه ځایه چې یوه اداره مدیر ته ځانګړي حقوق ورکوي، دا نشي کېدای چې په دې مانا واوسېږي یا تضمین کړي چې دی دې وکولای شي اداره په اغېزمنه توګه هدایت او رهبري کړي. غیر اداري یا غیر سازماني رهبري(یانې شخص چې د نفوذ کولو وړتیا او ځواک ترلاسه کوي د ادارې رسمي جوړښت څخه بهر سرچینې دي) کولای شي د رسمي ځواک او قدرت څخه ډېر ارزښت ولري. په بله وینا رهبر کېدای شي د ډلې له منځ څخه رامنځته شي، د داسې رهبر په څېر چې په رسمي بڼه منسوبېږي.

د رهبري تیوریګانې

د رهبري تیوریګانو ادبیات له ډېر پرپړوالي څخه ډک دي، دا مطلبونه ډېری د ویونکي د ذهني ګډوډۍ سبب ګرځي او په ځینو موردونو کې ضد او نقیص دي «ګڼ، تیاره او لوند ځنګل» څخه د وتلو د لارې پیدا کولو لپاره موږ څلور طریقې ټاکو او په همدې توګه وایو چې کوم څیزونه کولای شي یو شخص د اغېزمن رهبر په حیث رامنځته کړي. لومړۍ ځانګړنه دا ده چې کولای شي شخص د رهبر په توګه د نړۍ په کچه رامنځته کړي او داسې کارونه وکړي چې له رهبر څخه پرته نور اشخاص د هغه د ترسره کولو څخه عاجز دي. دوه یمه طریقه دا ده چې کوښښ کوو چې رهبر د رهبرۍ د چلند له مخې معرفي کړو. په دواړوطریقو کې کار په ناسم پیل پیلېږي ځکه چې په ناسم بنسټ درېږي او د رهبري موضوع له حده زیاته د پام وړ ښایي. درېیم لیدلوری بېلګه ده چې د هغې په وسیله کولای شو د مخکینۍ رهبرۍ نیمګړتیاوې او دبېلابېلو څیزونو پایله چې د رهبرۍ په اړه ترسره شوې وړاندې کړو.په پای کې موږ یو ځل بیا د هغوی شخصیتي ځانګړتیاوو ته خو د بېلابېل لیدلوري له پلوه پام اړولی دی. اوس څېړونکي د شخص د ځانګړتیاوو په لټه کې دي چې هوښیار رهبران له هغې څخه برخمن دي،  په دې لیکنه کې موږ د څلورو ګونو طریقو کمزوري او ځواکمن ټکي وړاندې کوو او هغو ادبیاتو ته په پام چې په دې برخه کې شتون لري، د رهبرۍ د ارزښتونو او د رهبر د کړنو وړاندلیدونو ته پام کوو.

شخصیتي تیوري

هوښیار یا کارېزماتیک رهبر هغه څوک دی چې خپلو لاس لاندو ته الهام وربښي ترڅو خپلې ګټې د ادارې د ګټو څخه قرباني کړي او دا شخص کولای شي په خپلو لاس لاندو باندې ژور او پراخ اثر ولري، دا شمېر کسان چې کولای شي په نورو کې بدلون راولي، د هوښیارو رهبرانو په حیث جوړ شوي دي.

د چلند تیوري

د چلند تیورئ د دې باور په اساس رامنځته شوې ده چې لوی رهبران جوړېږي او اشخاص ذاتاً رهبر نړۍ ته نه راځي. په حقیقت کې دا تیوري د ستر انسان له تیوري سره په ټکر کې ده. د چلند تیوري چې چلندګرایي کې ریښه لري، د رهبرانو کړنو ته پاملرنه کوي نه ذهني یا داخلي ځانګړتیاوو ته. د دې تیوري په اساس اشخاص د زده کړې او لیدنې له طریقې زده کوي چې څنګه په رهبر بدل شي.

اقتضایي تیوري

د رهبری اقتضایي تیورۍ په ځانګړو متغیرونو تمرکز کوي کوم چې د چاپېریال سره تړاو لري، دا متغیرات مشخصوي چې د یو موقعیت ترټولو ښې ټاکنې لپاره، د رهبرۍ کوم ډول سبک دی. د دې تیورۍ په اساس، د ټولو موقعیتونولپاره د رهبرۍ هېڅ سبک ترټولو ښه ګزینه نه ده. همدارنګه، بریالیتوب په یو شمېر متغیرونو پورې اړه لري لکه د رهبرۍ سبک، د لاس لاندو ځانګړتیاوې او د وضعیت بېلابېل اړخونه.

د رهبرۍ سبکونه

د رهبرۍ سبکونه په څلورو ډولونو وېشل شوي دي او له هریو څخه یې د یو سیستم په توګه یادونه شوې ده.

۱ـ د آمرانه رهبرۍ سبک

په دې سبک کې د ادارې ټولې پرېکړې د تشکیلاتي هرم په رأس کې نیول کېږي چې په بشپړه توګه غوښتونکې او آمرانه وي اوپرېکړې یې د مرتبو د سلسلې له طریقه له پورته څخه ښکته ته انتقالېږي او په پایله کې د رهبر او لاس لاندو اړیکې په ډار، ګواښ، تنبه او انعام ولاړې وي. پرته له دې په دې سیستم کې اړیکې له پاس څخه ښکته ته عمودي او یو اړخه دي.جدي کنټرول د لوړ مدیریت په کچه متمرکز دی.

۲ـ د ګډې رهبرۍ سبک

د رهبرۍ په دې سبک کې په لاس لاندې باندې باور او ډاډ تر بشپړې کچې دی، د مدیر او کار کووکو ترمنځ اړیکې په ټولو چارو او حالاتو کې دوستانه او د نزاکت سره مل دي. د ګډې رهبرۍ په سبک کې، ټولې پرېکړې د کارکوونکو په پرېکړو سره  ترسره کېږي، په دې سیستم کې رسمي او نا رسمي سازمانونه قسماً مدغمېږي. نو د ادارې ټول غړي د مالومو موخو د ترلاسه کولو لپاره په کار اچول کېږي. عمودي او افقي اړیکې شتون لري او د پرېکړه نیونې ځواک په پراخ ډول په ټوله اداره کې خپرېږي. د کنټرول په پروسه کې د ادارې ټولې سطحې ګډون لري، نقطه دا چې په دې سبک کې، رهبر د لاس لاندو د پوهې او خبراوي او همدارنګه د ټولنیزو ارزښتونو او حقوقي سطحې د لوړونې پلوی دی.

۳ـ د رهبرۍ پلارتوب سبک

د رهبري په دې سبک کې، رهبر دلاس لاندو پروړاندې د پلار رول لوبوي او ستونزو ته یې ډېره پاملرنه کوي. رهبر او لاس لاندې یو بل ته درناوی کوي خو د رهبر او پیروانو ترمنځ آمرانه اړیکه شتون لري چې د زغم او حوصلې سره مل ده لکه د خدمتګارانو او خان ترمنځ اړیکه. د پلارنه رهبرۍ په سبک کې پرېکړه نیول د رهبر پر غاړه ده، لاس لاندې او ترسره کوونکي پرته له کوم دلیل څخه اوامر ترسره کوي.

۴- د ازادې رهبرۍ سبک

په دې سبک کې، رهبر د کارکوونکو په فعالیتونو او کارونو کې لاس وهنه نکوي او لاس لاندې د رهبر د کنټرول او څارنې څخه پرته خپلې دندې په خپلواکه توګه ترسره کوي. د رهبرۍ د دې سبک څخه هغه وخت کار اخیستل کېږي چې لاس لاندې اشخاص تحصیل کړي او تجربه لرونکي وي، د مهارتونو درلودونکي وي او وکولای شي کارونه د مدیر او رهبر د اوږدې مشورې او هدایت پرته په ښه توګه ترسره کړي. په ښوونیزو او زده کړیزو مؤسسو کې هم له دې سبک څخه کار اخیستل کېږي د بېلګې په ډول په ښوونځیو او پوهنتونونو کې ښوونکي او استادان په خپله خوښه تدریس کوي، د ښوونځي مدیر یا د پوهنتون رئیس د تدریس د میتود په اړه ښووکو او استادانو ته هدایت نه ورکوي.

پایله

رهبري په هغو دندو کې شامله ده چې په یوه اداره کې شته انساني ځواک د مخکې تعیین شویو موخو او پلانونو د لاسته راوړلو لپاره هدایت او لارښوونه ورته کوي. له هغه ځایه چې د مدیریت مقام رسمي جنبه لري او واکونه په رسمي بڼه ورته ورکول کېږي، امکان لري یو شخص د یو پُست د ترلاسه کولو په پایله کې په یوه اداره کې د رهبري رول ومني خو بحث دلته دی چې ټول رهبران مدیران نه دي، همدارنګه ټول مدیران رهبران نه دي، رهبري بېلابېل سبکونه لري د بېلګې په توګه د رهبري، شخصیتي، د چلند او اقتضایي تیوریګانې پکې شاملې دي، همدارنګه رهبري ځینې سبکونه هم لري چې پکې د آمرانه رهبري سبک، د ګډې رهبري سبک، د رهبرۍ پلارتوب سبک او د ازادې رهبرۍ سبک شامل دي.

وړاندیزونه

۱ـ رهبر باید کار په ګروپي توګه پرمخ یوسي.

۲ـ رهبر دې د خپل لاس لاندو په زړونو رهبري وکړي او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

۳ـ رهبر دې د سبا ورځې له پایلو څخه خبر وي.

۴ـ رهبر باید د خپلو لاس لاندو نظرونه په ډېر درنښت واوري.

۵ـ  هر رهبر دې د رهبرۍ ټول سبکونه په پام کې ونیسي.

۶ـ رهبر باید خپلې کړنې د رهبرۍ د تیوریګانو سره سم پرمخ یوسي.

سرچینې او اخیستنې

۱ـ پوهنوال سروري، خلیل الرحمن، مباني سازمان و مدیریت، انتشارات عازم، ۱۴۰۰ هـ  ش.

۲ـ پوهنوال رحماني، عبداللطیف، مباني و اصول مدیریت، انشارات سعید، ۱۳۹۷ هـ  ش.

۳ـ الواني، دکتر سید مهدي، مدیریت عمومي، نشر نی، تهران ۱۳۹۱ هـ  ش.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button