دینی لیکنې

رسول الله ﷺ په څنګه وخت کې نړۍ ته راغی؟

په عربو کې له اسلام نه وړاندي ډېر مذهبونه موجود وو، ځيني په دې عقيده وو چې هر څه د زمانې یافطرت پيدا دي او خدای تعالی هيڅ شی نه دی( العیاذ بالله)ځینو به د بتانو عبادت په دې نيت کاوه چې الله تعالی ته مو نږدې کوي. ثقيف قبيلې په طائف کې د(لات) بت، قريشو په مکه معظمه کې د(عزا) بت، أَوس او خزرج په مدينه منوره کې د(منات) بت عبادت کاوه.

په عربو کې له اسلام نه وړاندي ډېر مذهبونه موجود وو، ځيني په دې عقيده وو چې هر څه د زمانې یافطرت پيدا دي او خدای تعالی هيڅ شی نه دی( العیاذ بالله)ځینو به د بتانو عبادت په دې نيت کاوه چې الله تعالی ته مو نږدې کوي. ثقيف قبيلې په طائف کې د(لات) بت، قريشو په مکه معظمه کې د(عزا) بت، أَوس او خزرج په مدينه منوره کې د(منات) بت عبادت کاوه.

انسانان به د بتانو په نوم قرباني کيدو، د پلار نکاح کړل شوې ښځې به زامنو ته په میراث پاتي کيدلې، دخپلو سکه خویندو سره نکاح روا وه، د ښځو او ودونو لپاره ټاکلې اندازه نه وه، زنا او شراب خوريو په ټول مملکت کې عموميت درلود، بې حيايي او فحاشي تر دې کچې عامه شوې وه چې تر ټولو نامتو شاعر او شهزاده امراء القیس په خپله یوه قصيده کې له خپلې ترورزۍ سره د زنا کیسه ډېره په خوند بيانوي او بيا يې د کعبې شريفې په دروازه را ځوړندوي.

د جادو کسب هم وده کړې وه او ډيرو جادوګرانو به د شيطان د دوستۍ لپاره رياضتونه کول.

 بدفالي

عربو په جاهليت کې ډير شيان په بد فالي نیولي وو، کارغه يې د بيلتانه لامل ګڼلو، ګونګی انسان یې هم ډېر بد ګڼلو او په آند يې، د ګونګي له اواز څخه مرګ او ورانی پيداکيږي همداراز پرنجی يې هم په بدفالي نیولی وو.

 جنګونه او بدۍ

په عربي جاهليت کې به د وړو خبرو په سر جنګونه نښتل او جنګونه به له یوځل رامنځته کيدو وروسته تر اوږدو زمانو پورې غځيدل. که د جنګونو لاملونه وپلټل شي؛ نو هيڅ به داسي جنګ ونه موندل شي چې د کوم معقول او مهم سبب په وجه رامنځته شوی وي، هیڅ یو قوم يا هیواد  په جنګ کې کومه  ښیرازي لاسته نه ده راوړې او په  جنګونو کې له تباهۍ او بربادۍ پرته له بل څه سره نه دي مخ شوي. خلاصه دا چې د جنګونو مينه زياته وه او په جنګ کې د مهارت څښتن د قدر وړ و، جنګې اسبابو ته زياته پاملرنه کیده همدا لامل و چې په عربي ژبه کې د آسونو او تورو نومونه تر زرو ياديږي.

 عاشقي او ناروا مينې

په عربي جاهليت کې له سړو څخه د ښځو د حجاب هيڅ اهتمام نه کيده او ښځې به د پردیو نارينه وو په وړاندي په آزاده توګه ګرځيدلې، له دې امله د ښځو او نارينه وو تر منځ ناروا مينې او عشق بازۍ په پراخه پيمانه وجود درلود، هغه کس ته به په نه سترګه کتل کيدل چې هیڅکله به په کومه ښځه عاشق شوی نه وو، عاشقي دومره د فخر خبره ګرځيدلې وه چې ځينيو قبيلو د عاشقي له امله د شهرت نوم درلود لکه بني عذره قبيله.

 د ژونديو لوڼو خښول

په قريشو او بني تمیم قبيلو کې د ژونديو لوڼو خښول ډير زيات وو، هغوی دا کار د ځان لپاره یو وياړ باله او د ژونديو لوڼو په خښولو کې سخت زړیتوب دې حد ته رسیدلی وو چې کله به نجلۍ د پنځه شپږ کاله شوه، نو ښايسته جامې به يې ور په تن کړې او په يوه بهانه به يې له کوره بهر ویستله، بې رحمه پلار به یې وختي لا يو کوهی جوړ کړی وو، نجلۍ به يې د شا له لوري کوهي ته ور ټېل وهله، هغې ناچارې به په چیغو چیغو له پلاره مرسته غوښته خو ظالم پلار به له شا  خاوري پسي ور توی کړې، کوهی به يې له ځمکې سره برابر هوار کړ او کلي ته به راستون شو. د عربو په ځينو قبيلو کې دغه ناوړه عمل لږ وو خو په ځينو نورو کې بیا زيات وو، د بني تمیم قبيلې يو تن قيس بن عاصم خپلې لس لوڼې ژوندۍ خښې کړې وې.

 لوټ ماري

له اسلام وړاندې په ښاري خلکو کې که له یوې خوا د ګاونډي د حقوقو خيال ساتل کیده، خو له بلې خوا په کې د چل او فریب خويونه هم موجود وو، او هغه خلک چې په دښتو به يې د کوچیتوب زندګي کوله؛ په لوټ ماري او انسان ځورونه کې پرمخ وو، که به یې يوازي سړی ولیده؛ نو مال به يې سمدستي ترې اخيستنه او هغه سړى به يې د غلام په څېر پلوره، په دښتو کې به يې د اوبو څاګانې له مسافرو څخه  په وښو کې پټې کړې وې؛ تر څو مسافر د اوبو په نه شتون کې له تندي ومري او مالونه يې لوټمارانو ته په لاس ورشي، ځيني خلک په غلا او انسان ربړونه کې تردې کچې روزل شوي او مشهور شوي وو چې په ذوبان العرب( د عربو په شرمخانو سره ياديدل)

 د جاهليت دزمانې دودونه

کله چې به کوم کس ومړ؛ نو د هغه مړي اوښه به يې دقبر څنګ ته وتړله، یا به یې سترګې ور بندي کړې، یا به یې سر له سينې سره ور وتړه او اوښه به يې په هم دغه ځوروونکي حالت کې پريښوده تر هغه وخته چې دلته به مړه شوه او دا کار یې په دې عقيده کاوه چې له مرګه وروسته د بيا ژوندي کيدو پرمهال به دغه سړی په همدې اوښه سپور روانیږي.

هغوی په دې عقيده وو چې کله به يو څوک کوم ښار ته دننه شو او هلته به ورته دوباره د مرض خطر موجود وو، نو هغه سړی به د ښار په دروازه کې ودرید او د خره په څېر به يې وانګولل تر څو دی د وبا له مرضه وژغورل شي.

کله چې به د چا اوښان تر زرو واوښتل نو سانډا اوښ ته به يې سترګې ور ویستلې او خوشی به يې کړ، تر څو د نورو اوښانو له نظره وژغورل شي.

که به په يو اوښ د خارښ مرض ولګيدو، نو د ناروغ اوښ په ځای به یې روغ اوښ ته داغ ورکاوو؛ ځکه دوی په دې عقيده وو چې د روغ اوښ له کبله ناروغ اوښ هم رغیږي.

کله چې به کوم غوايي اوبه نه څښلې، نو ټول غوايان به يې وهل، دوی په دې باور وو چې پيريان په غواګانو ناست دي او غواګانې له اوبو څښلو څخه منع کوي.

کله چې به څوک په سفر روانیدو؛ نو د «ارتم» په نامه نرۍ لښتې ته به يې غوټه ور واچوله، کله چې به له سفره راستون شو، که به غوټه په خپل حال پاتې وه؛ نو ددوی په عقيده ښځه به يې پاک لمنه وه او که به غوټه خلاصه شوې وه؛ نو ښځې به يې دخاوند په نه شتون کې له پردي سړي سره بدکاري  کړې وه.

په یو تېر کش کې به يې درې غشي اچولي وو، په یوه غشي باندي «لا» او په بل به»نعم» لیکلي وو، کله چې يو کار ته اراده وکړه نو تېر کش ته به يې لاس دننه کړ، که به د «نعم» والا غیشی راووت، نو هغه کار به مثبت وو او ترسره کول به يې او که به د»لا» والا غشی راووت، نو هغه کار به منفي وو او پريښود به يې.

دوی دا عقيده هم درلوده چې که د مقتول قصاص له قاتل څخه وانه خيستل شي؛ نو د مقتول له کوپړۍ څخه د «هامه» په نامه یو مرغی را وځي او د انتقام تر اخیستلو پورې ګرځي او چيغي وهي چې ماته اوبه را کړئ ماته اوبه راکړئ.

ددوی په عقيده د هر انسان په نس کې يو مار ژوند کوي، کله چې دغه مار وږی شي نو د انسان له پښتیو څخه خوراک شروع کړي.

دوی دا عقيده هم درلوده چې که د کومې ښځې اولاد مړ کیږي، نو دغه ښځه که د يو مړ انسان په جسد ښه ډېره وخيژي راوخيژي نو اولاد به يې نه مري.

کله چې انسانان په جهالت کې تردې حده ډوب شوي وو او هر لوري ته د فتنو او فسادونو بازار ګرم و؛ نو په داسي وخت کې د زمانې بوډۍ هم د يو چا د ظهور لپاره کلونه کلونه انتظار کړی و.

د اسمان ستورو هم له ازله ددې ورځي په مينه کې د انتظار سترګې لاري ته نيولې وې. اسمان هم له مودو مودو ددې روح پالونکي سهار په تمه او اميد شپه او ورځ سرګردان و.

د قضا او قدر د کارکوونکو ښايسته مجلسونه، د عناصرو رنګينې، د لمر او سپوږمۍ نور شیندنه، د وریځو او بادونو منډي ترړي، د ابراهيم (عليه السلام) توحيد، د يوسف (عليه السلام) جمال، د موسی (علیه السلام) معجزې او د عیسی (علیه السلام) پوکی دا هر څه ددې لپاره وو چې دا ګران او قیمتي شیان به د سردار دو جهان په دربار او خدمت کې په کار راځي.

هوکې! هغه یو ورځ وه چې د کسری ماڼۍ چپه شوه، د فارس آتش کده مړه شوه، د عجمو شان، د روميانو شوکت او د چین جګې ماڼۍ را نسکورې شوې، د ګمراهيو اورونه مړه شول، له بتخانو څخه دوړي پورته شوې، د مجوسيت کوشېر مات شو، د نصرانيت خزان وهلې پاڼې ور ژيدې، دنيکمرغۍ په باغ پسرلی راغی، د توحيد ازانګه پورته شوه، د هدایت لمر په هر لور وړانګي وغځولې. او د انساني اخلاقو په هنداره قدسي نور وځلیدو يعني د عبد الله يتيم، د آمنې بي بي د زړه ټوټه، د حرم بادشاه، د عربو واکمن، د کونینو سردار د ربيع الاول په (نهمه نيټه) ددوشنبې په ورځ دنيا ته تشريف راووړ.

 یادونه!

باید وویل شي چې د رسول الله ﷺ پيدايښت په ټولو انسانانو باندي د الله تعالی یو ستر نعمت دی اوټولو بدمرغيو ته د پای ټکی دی، ددغه ستر نعمت شکر په موږ ټولو واجب دی او شکر يې يوازي په میلاد النبي ﷺ کې خیراتونه او صدقې نه دي، بلکې په ځای شکر یې دادی چې د رسول الله ﷺ دسنتو اتباع وشي، د رسول الله ﷺ هغه دين  چې نن ورځ غریب ګرځېدلی او له هر لوري ورباندي حملې شروع دي؛ بايد خدمت او اشاعت يې وشي او دفاع ترې وشي او هغه د جاهليت د زمانې بدعتونه او منکرات چې په دې زمانه کې راڅرګند شوي دي او مخ پر وده روان دي؛ په وړاندي يې بايد مبارزه وشي او په ټوله نړۍ داسي رښتنی اسلام حاکم شي لکه د رسول الله ﷺ په زمانه کې چې حاکم وو.

حسان مجاهد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button