دینی لیکنې

رسول الله ﷺ وخندل

ضحاک بن سفیان الکلابي له بیعته مخکې رسول الله ﷺ ته ورغی، هغه سره عائشة رضي الله عنها ناسته وه (دا د حجاب له وجوب مخکې کیسه ده) ، ضحاک پوښتنه وکړه چې دا څوک ده؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: دا عائشه ده، ضحاک ورته وویل: زما دوې مېرمنې دي ، یوه به تا ته درطلاق کړم! هغه له دې سورککۍ (عائشه) نه ډېره ښایسته ده!

ضحاک بن سفیان الکلابي له بیعته مخکې رسول الله ﷺ ته ورغی، هغه سره عائشة رضي الله عنها ناسته وه (دا د حجاب له وجوب مخکې کیسه ده) ، ضحاک پوښتنه وکړه چې دا څوک ده؟ رسول الله ﷺ ورته وویل: دا عائشه ده، ضحاک ورته وویل: زما دوې مېرمنې دي ، یوه به تا ته درطلاق کړم! هغه له دې سورککۍ (عائشه) نه ډېره ښایسته ده!

ضحاک له رنګه انتهایي کمزوری و، عائشه یې په خبره غوسه شوه، نو ضحاک ته یې وویل: ته ښایسته یې که هغه مېرمن دې؟ هغه ورته وویل: زه له هغې ډېر ښایسته یم!! د عائشې په دې پوښتنه رسول الله ﷺ وخندل. المراح في المزاح للغزي ۴۱

یوه ورځ رسول الله ﷺ خبرې کولې، هلته یو کوچي هم ناست و، رسول الله ﷺ وفرمایل: جنت کې به یو جنتي له الله تعالی نه د فصل کرلو اجازه وغواړي! الله تعالی به ورته وفرمایي: ایا د جنت ژوند په زړه پورې نه دی؟! هغه به ووایي: بلکې په زړه پورې دی، خو ماته فصل کرل خوند راکوي!

نو الله تعالی به ورته وفرمایي،چې فصل وکره! هغه چې د تُخم دانې وشندي ، په کم وخت کې به د غرونو په څېر فصلونه راشنه شي! نو الله تعالی به ورته وفرمایي: پرېږده یې بنیادمه! ته ولاکه په هېڅ شي موړ شې!

هلته ناست کوچي ورته وویل: یا رسول الله ! په والله دا سړی به یا ستاسې قریشي یې او یا به انصاري یې! ځکه دوی فصلونه کري! موږ کوچیان خو د فصلونو وال نه یو!! راوي زیاتوي د کوچي په خبره سره رسول الله ﷺ وخندل. رواه البخاري.  المراح في المزاح للغزي41/40

ابو ذر رضي الله عنه وایي: رسول الله ﷺ وفرمایل: ما ته جنت ته له ټولو وروسته ننوتونکی کس معلوم دی او له جهنمه له ټولو وروسته وتونکی کس هم معلوم دی! د قیامت په ورځ به یو سړی راوستل شي ، وبه ویل شي د ده کوچنۍ ګناهونه ورته وړاندې کړئ او لوی ګناهونه یې ورنه پټ کړئ.

ورته وبه ویل شي په فلانۍ او فلانۍ ورځ دې دا ګناهونه کړي و او په فلانۍ او فلانۍ ورځ دې دا ګناهونه کړي و، هغه به ورته ووایي: له دې انکار نه شي کېدلی، خو دی به ډارېږي چې لوی ګناهونه یې ورته وړاندې نه شي ، (ځکه پر لویه ګناه خو عذاب زیات یي) خو ورته وبه ویل شي چې ستا هره ګناه په نېکۍ درته بدله شوه! دی (چې پوه شي ګناهونه په نېکیو بدلېږي) نو وبه وایي: ربه! ما خو نور لوی ګناهونه هم کړي دي چې دلته یې زه نه وینم!!

   ابو ذر رضي الله عنه وایي: ما رسول الله ﷺ ولید په دې خبره یې داسې وخندل چې د ژامې غاښونه یې ښکاره شول! رواه مسلم

حامد افغان

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button