سرلیکنې

رسنۍ د عامه پوهاوي له ټولو غوره لاره !

52 / 100

له ټولنې څخه جرمونه او ناوړه دودونه له منځه وړل او يا لږ تر لږه يې کچه راکمول خورا مهم دي او موږ تر هغې پورې د يوې هوسا ټولنې خاوندان کېدلی نشو ، چې په دې برخه کې هريو خپل مسئولیت په سمه توګه سرته ونه رسوو.

که څه هم د يوې هوسا ټولنې د رامنځته کولو برخه کې منصب او موقف ته په پام سره د خلکو مسئولیتونه توپير لري، خو يو څه چې ټول په کې شريکان يو، د ټولنې د هوساينې او ثبات لپاره کار کول دي.

د جرمونو پر وړاندې د مبارزې برخه کې د رسنيو رول باندې سترګې نشي پټېدلی. وېډیوګانې، ټلویزیونونه، ورځپاڼې، مجلې او د اوسني وخت ټولنيزې شبکې، لکه فیسبوک، ټویټر، مسینجر  واټساپ او … دا ټول د معلوماتو په شریکولو کې دومره ستر او مهم رول لري چې نړۍ یې د یوه کورپه شان سره نږدې کړې ده.

 ځکه نن سبا په پرمختللو او مخ پر ودې هېوادونو کې رسنۍ د څلورمې قوې په توګه پېژندل شوې او منل شوې دي. رسنۍ نه یوازې د خبر او معلوماتو په رسولو کې رول لري، بلکې د ذهنیتونو په تنویر او علی الخصوص د مسلمانانو د فکرې ودې، سیاسي، ټولنیزې او فرهنګي پوهې په لوړتیا او پیاوړتیا کې هم ځانګړی رول لري، هېڅوک له دې حقیقته سترګې نشي پټولی، چې رسنۍ او مطبوعات نه یوازې د ډله ییز ارتباط او مفاهمې وسایل دي، بلکې ترڅنګ یې په انټرنېټ پورې تړلي خدمتونه هم په هره برخه کې مهم رول لوبوي او له لوړ ارزښت څخه برخمن دي ،خوپه دې شرط چې خپرونې یې رښتينې، بې پرې او پر حقیقتونو ولاړې وي.

د يوې باثباته ټولنې د جوړښت په برخه کې پر عامه پوهاوي سربېره د ډله ییز ارتباط پورته ټول وسایل کولی شي، چې اطلاعات او معلومات په ډیره آسانۍ او چټکۍ سره د نړۍ هر ګوټ ته ورسوي او په خلکو کې د پلټنې حس را وپاروي ، نړۍ لید یې پراخ کړي، د ښوونې بهیر ته پراختیا او چټکتیا وروبښي او افرادو ته د خپلې سیمې د هېوادونو او نړۍ په اړه ذهني ارتقاء ورکړي، خو د دومره ښېګڼو ترڅنګ رسنۍ دا توان هم لري چې د یوې موضوع په اړه خلک تېرباسي، په کړکېچونو کې یې ښکېل او په غم یې ککړ کړي .

څومره چې د ډله ییز ارتباط د وسایلو ارزښت او رول مهم او د پاملرنې وړ دی، د کارکوونکو رول او دنده یې هم مهمه اود یوه ستر ټولنیز، تاریخي رسالت او مسئولیت ترڅنګ دوی مکلفیت لري چې خپله دنده په صداقت، ایماندارۍ ، امانتدارۍ او رښتینولۍ ترسره کړي، ځکه د مخه هم وویل شول، رسنۍ دا توان لري چې د خلکو ترمنځ د جنجالونو او تاوتریخوالي اور ته لمن ووهي اوخلکو ته د غلط ذهنیت په ورکولو سره بدبینۍ را منځته کړي، دوی کولای شي د خبرونو او معلوماتو په شریکولو کې حقیقت پټ او عوضي معلومات وړاندې کړي چې د رښتیا په صورت کې دغه عمل د دوی د رسنۍ موقف هم تر پوښتنې لاندې راولي او پر خپرونو یې بیا څوک باور نه کوي ، یا هم کله ناکله پر دومره کوچنیو مسایلو راڅرخي چې اورېدونکو ته هېڅ ارزښت نه لري. پکار داده چې خبریال ، نطاق او سیاسي مبصر تل د بې طرفه او بې تعصبه معلوماتو په برابرولو، ارایه کولو او همدارنګه له پېښو څخه د سمو او ژورو څېړنو، تحلیلونو او تبصرو له لارې عام خلک خبر کړي .

رښتیا هم که چیرې رسنۍ په کارپوه، مسلکي او ژمن کارکوونکي ونه لري په ملي او نړیواله کچه به خپل هغه موقف چې ترلاسه کړی یې دی له لاسه ورکړي.

ښه داده، هرهغه څوک چې په رسنیو کې د خپرونو په منظور قلم او قدم پورته کوي باید حسد، کینه او خپلې  نفسي غوښتنې یوې خواته پرېږدي، د هرې جملې په لیکلو او لوستلو کې له پوره غور څخه کار واخلي او دا دې نه هېروي چې د رسنیو له لارې خپاره شوي مواد یې په ډېره چټکۍ د خلکو په ذهنونو کې ځای نیسي، نو لازمه ده چې د تعصبي خپرونو پرځای د ټولنې د مادي او معنوي ارزښتونو په ساتلو کې ګامونه پورته کړي او په خپلو خپرونو کې د عام ولس خوښي او نېکمرغي په پام کې ولري، د ژبې او قلم سپېڅلتيا بدرنګه نه کړي ، ملي ګټو ته ژمن وي ، د زهرجنو کلماتو او جملو له استعماله ډډه وکړي او د خپل هېواد په وړاندې ټولنیزې ژمنې ، اسلامي او ملي مسئولیت او وظیفوي رسالت له پامه ونه غورځوي .

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button