ګزارش

رسنـیـز ډګـر کې د ښـځـو کاري سـاحـه پـراخـه شـوې

د افغانستان ښځینه خبریالانو د بنسټ مسئولینو ویلي، چې حکومت یې د کار په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه دی، بلکې لا يې ملاتړهم کړی.

د افغانستان ښځینه خبریالانو د بنسټ مسئولینو ویلي، چې حکومت یې د کار په وړاندې هېڅ ډول خنډ نه دی، بلکې لا يې ملاتړهم کړی.

پرون پلازمېنه کابل کې د افغانستان ښځینه خبریالانو بنسټ له لوري د «ښځینه خبریالانو په وړاندې د ننګونو په اړه د نظر پوښتنې پایلې» تر نامه لاندې جوړه شوې غونډه کې د دغه بنسټ مشرې مینې حبیب څرګنده کړه، چې په رسنیو کې د مېرمنو د کار لپاره تر پخوا اوس وضعیت ښه شوی دی.

د مېرمن حبیب په وینا، دوی ته د هېواد په پلازمېنه کابل کې د شوې نظر پوښتنې پر اساس جوته شوې، چې د تېرو دوو کلنو په نسبت رسنیو ته د ښځینه کارکوونکو په بېرته راګرځېدو کې شل سلنه زیاتوالی راغلی.

نوموړې زیاته کړه، چې په  رسنیز ډګر کې د ښځینه خبریالانو د کار کولو د لا ډاډمنتیا او اسانتیا لپاره د ښځینه خبریالانو دغه بنسټ د ښځینه خبریالانو د حقونو غوښتنه، د دوی له نوم څخه د ناوړه ګټې پورته کولو مخنیوی، د دیني او کلتوري ارزښتونو په چوکاټ کې د بندیزونو رفع کول او دغه راز له ملي او بین المللي موسسو سره د افغان خصوصاً ښځینه خبریالانو د لاسنیوي په موخه د همغږۍ رامنځ ته کولو لپاره کار کوي.

آغلې حبيب ویلي، چې دا او همسنګرانې یې د ملي ګټو په نظر کې نیولو سره د عامه ذهنیتونو د روښانتیا په برخه کې کار کولو ته ژمنې دي.

که څه هم نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او د ښځینه خبریالانو نړیوال مدافع بنسټونه په وار وار د اسلامي امارت حکومت په مطلق ډول په رسنیو کې د ښځو د حضور په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورن کړی،خو د افغانستان د ښځینه خبریالانو بنسټ غړې مشهودې سروري شریعت ورځپاڼې ته وویل، چې د کار له پیله تر دا مهاله یې د اسلامي امارت له لوري هېڅ ډول نامناسب چلند نه دی لیدلی او په وینا یې حکومت په دې برخه کې د کار کولو ملاتړ کوي.

نفیسه دانش، چې د دغې بنسټ بله غړې ده، د غونډې په څنډه کې ویلي، چې خبریالانو په هر ډول شرایطو کې د سر په بیه خلکو ته د کره او دقیقو معلوماتو د رسولو لپاره دغه ډګر تود ساتلی او د دې حقدار دي، چې حکومت یې د خوندیتوب او مالي سونزو حل کولو ته پام وکړي.

بل لور ته د یاد بنسټ مشرې مېرمن حبیب وویل، چې په رسنیو کې د مېرمنو د سوړ حضور لوی لامل د رسنیزو ادارو اقتصادي ستونزې دي چې خپل کارکوونکي یې جواب کړي دي.

مینې حبیب زیاته کړه، د دوی د موندنو پر اساس د خبریالۍ له ډګره د ستنېدو په برخه کې د ښځینه خبریالانو د کورنۍ مخالفت او معاشاتو ستونزې هم شاملې دي.

د معلوماتو پر اساس دا مهال په ټول افغانستان کې له ۵۰۰ ډېرې ښځینه خبریالانې له رسنیو سره فعاليت لري او په بېلابېلو برخو دندې پر مخ وړي.

د افغانستان د ښځينه خبریالانو بنسټ مشرې وویل، که نړیواله ټولنه د پخوا پشان د رسنیو ملاتړ وکړي، کولی شي د نارینه وو سربېره ګڼې ښځینه خبریالانې په دندو وګماري.

نذیر منیب

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button