مقالې او تبصرې

راځئ چې رادار سیستم ‌دروپېژنم

د رادار نوم سره به آشنا یاست .نن به یی دروپېژنم. رادار یو څارونکی سیستم دی چې د اجسامو د واټن، زاویې او چټکتیا د مشخصولو لپاره رادیويي څپې کاروي.

د رادار نوم سره به آشنا یاست .نن به یی دروپېژنم. رادار یو څارونکی سیستم دی چې د اجسامو د واټن، زاویې او چټکتیا د مشخصولو لپاره رادیويي څپې کاروي. رادار د الوتکو، بېړیو، فضايي بېړیو، هدایت کېدونکو توغندیو، موتوري نقلیه وسایلو، د اوبو او هوا د جوړښتونو او سیمو د څارنې لپاره هم کارول کېدای شي. د رادار سیستم له یوه لېږونکي یا ټرانسمېټر څخه جوړ دی چې په رادیويي یا هم مایکرو وېو ساحه کې الکترومقناطیسي څپې تولیدوي، یو لېږونکی انتن او یو هم اخیستونکی انتن لري (تر ډېره همدغه انتن د لېږلو او اخیستلو لپاره کاروي) او د جسم یا اجسامو د ځانګړنو د مشخصولو لپاره یو اخیستونکی او پروسېسر لري. رادیويي څپې له لېږونکي څخه منعکسېږي او اخیستونکي ته ور ګرځي او د جسم د ځای او چټکتیا په اړه معلومات ورکوي روسی څارونکی رادار گما د ماکس په نندارتون کی.رادار له دویمې نړیوالې جګړې په وړاندې دوره او د جګړې په جریان کې د ګڼو هېوادونو له‌خوا په پټ ډول د پوځي استفادې لپاره جوړ شو. د رادار په جوړېدو کې یو مهم پرمختګ په بریتانیا کې د منګټرون اختراع کېدل وو چې تر یو متر د لاندې ریزولوشن لرونکو کوچنیو سیستمونو د جوړېدو زمینه یې برابره کړه. د رادار (RADAR) اصطلاح په ۱۹۴۰ ز کال کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سمندري ځواک له‌خوا د (radio detection and ranging) د مخفف په توګه رامنځته شوه. د رادار (radar) اصطلاح، له هماغه مهاله را وروسته انگلیسي او نورو ژبو ته د یوې معمولې کلیمې په توګه دننه شوه او له همدې امله هم په لویو تورو نه لیکل کېږي. دا مهال رادار په بېلابېلو برخو کې کارول کېږي، لکه: د هوايي او ځمکنيو ټرافیکو کنټرول، راداري ستورپوهنه، هوايي دفاعي سیستمونه، د توغندیو ضد سیستمونه، د جوړښتونو او بېړیو د ځای پیدا کولو لپاره سمندري رادارونه، د الوتکو د ټکر ضد سیستمونه، پر سمندر او بهرنۍ فضا د نظارت سیستمونه، د هواپوهنې لپاره پر اورښت څار، د لوړوالي د سنجولو او الوتنې د کنټرول سیستمونه، د هدایت کېدونکو توغندیو د هدف د ځای پیدا کولو وسایل او د ځمکپوهنې د مشاهداتو لپاره ځمکني رادارونه. پر لوړه تکنالوژۍ سمبال راداري سیستمونه د ډيجیټل سېګنال د خپرولو وړتیا لري او کولی شي له ډېرو لوړو سطحو څخه ګټور معلومات را وباسي.

نور هغه سیستمونه چې رادار ته ورته دي، د الکترو مقناطیسي لړۍ نورې برخې کاروي. یوه بېلګه یې (LIDAR) دی چې د رادیويي څپو پر ځای د لیزرونو له ماوراء بنفش وړانګو څخه کار اخلي. د داسې نقلیه وسایلو په راوتلو سره چې چلوونکی نه‌لري، تمه کېږي چې رادار به له اتومات یا خپل ‌سري پلټ‌ فارم سره مرسته وکړي چې پر خپل چاپېریال نظارت وکړي او په دې توګه د ناوړه پېښو مخه ونیول شي.

ادريس سنګر

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button