
راځئ د خپلو زراعتي صادراتو اساسي چاره وکړو !
ښکاره ده چې موږ هرکال په همدې موسم کې د خپلو خوږو مېوو، انګورو، الوچو ،زردالو ،مڼو او همدارنګه ځينو ساګ سبو ،سلګونه لويې لارۍ د هېواد له ګوټ ګوټ نه باروو او بیایې د خپل کوم ګاونډي هېواد د ناړامیو په وچه هماغلته د دوی د ورورګلوۍ او دوستۍ دروازو په خواکې خرابوو، خوساکوو او د څلوربولو له ښې یې هم باسو! دا ځکه چې موږ ښایي کله هم دا سوچ نه وي کړي چې څومره ساده خلک يو ، ولې عبرت نه اخلو ،ولې يې له نورو نه زده کوو او ولې د پردیو په پستو خبرو غولېږو. موږ په داسې حال کې دغه ډول تاوانونه ګالو چې په یوځل ،دوه درې او لس نه بلکې سل ځله مو پرځان منلي دي. په هر صورت اوس مطلبي خبره داده چې زموږ د هېواد دغه لکونه ټنه تازه زراعتي پیداوار دننه په هېواد کې ساتل او تنظیمول رښتیا هم څه وړه خبره نه ده ، حتماً څه کار او پانګه غواړي،خو داسې هم نه ده چې په ګډه د حکومت او رعیت هم لاس ورباندې برنه شي.دا چاره فقط د حکومت له خوا غږ، هڅونه اوپوهونه او د عوامو پانګوالو اوسوداګرو اخلاص او څه ناڅه لګښت غواړي. مثلاً که اوس یوه سرسري محاسبه وکړو په کوم کلي کې به داسې څوک نه وي،چې د انګورو وچولو او ممیزو جوړلو څو خونې ودانول يې هم په وس کې نه وي ،یا مثلاً دا چې له رومیانو د ځوښاجوړولو څه انتظام نه شي کولای ، یا همدغه راز مختلفو بازارونو او ښارګوټو کې د سړو خونو ترتیب نه شی کولای .بناً پردې موږ ویلی شو چې اصلی واقعیت دادی چې نه چارواکي څه تشویق اوترغیب کوي اونه خپله رعیت کې دومره پوهه او بصیرت شته چې پرداسې اقداماتو لاس پورې کړي. له بده مرغه موږ ټول یوازې په برایت وکړو البته د دغه شان احساس یوازنی لامل دادی چې موږ هېشه له نورو د ډېرو خیر او پوره وفا هیله لرو، یعنې پاک زړی او ساده خلک یو او قطعاً لا هم پردې نه یو پوهېدلي چې د اوسنۍ زمانې خلک عموماً ماده پرستان او د نن عصر تر ټولو سترمذهب همدا ماده پرستې او له دې پرته چې نور د انساني او معنوي ارزښتونو په نامه څومره شعارونه اورېدل کېږي ،له یوې مخې اوپه تمام معنا د همدې مذهب په خدمت کې استخراجېږي.
په دې اساس حقیقت دادی چې اصلاً خپله زموږ احساسات لنډه دا چې په ګیلو مانو هېڅ هم لاس ته نه راځئ ،موږ ته په کارده چې وخت وپېژنو ،اهل زمانه وپېژنو او په هرصورت او هر قیمت چې ممکن وي ځان له پردي له احتیاجه خلاص او داسې تګلارې خپلې کړو چې ترڅه حده خو نور هم موږ ته څه اړتیا ولري او ښکارده ده چې نړيوال اوګاونډيان به حتماً د خپلې اړتیا په کچه زموږ لپاره قدر او قیمت ټاکي او په هماغه ناپ ټول به موږ سره تعامل کوي،نوراځئ خپلو زراعتي پیداوارو ته خپله په غټه سترګه وګورو ، قدريې وکړو او پرديو دروازوکې يې په دې ډول خرو، غویو ته نه اچوو.