راځئ د اختر خوښۍ له نورو سره شريکې کړو…!
راتلونکې چهارشنبه د نېکمرغه لوی اختر ورځ ده، الحمدلله په هيواد کې سرتاسري امنيت تامين دی، په کورونو کې د جګړو پر وژل شویو د سوګ او غم مرثيې نه ويل کېږي، بلکې نور په افغان ملت کې د ژوند هيلې راټوکېدلي دي.

خو اوس هم د تېرو څلورو لسيزو جګړو ناوړه اغېزې او له ماتې وروسته د لوېديځ سياسي او اقتصادي بندیزونه دي، چې زموږ ملت يې لا هم له يو لړ جدي ستونزو سره مخ کړی دی.
اوس چې لوی اختر ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي، ځينې هيوادوال د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی، چې د اختر خوښۍ لکه څرنګه چې پکار دی، هغسې ولمانځي.
ددې لپاره چې ټول مسلمان ملت د اختر خوښۍ ولمانځي، بايد شتمن نه يوازې د قربانۍ غوښې، بلکې د کونډو، يتيمانو او بېوزلو د پوښاک او جامو غم هم وخوري.
څرنګه به هغه شتمن ته د قربانۍ خوښې او نوې جامې خوند ورکړي، چې يتيم او ناچاره ګاونډی يې نهار او لوڅ وي؟!
راځئ چې د اختر خوښي له نورو سره هم شریکه کړو، په ډېر لږ اخلاص او لګښت سره کولی شو، د خپلې سيمې د کونډو، يتيمانو او بېوزلو پر خولو خندا راولو او د اختر خوښۍ ورسره شريکې کړو.
راځئ په ټول توان او ځواک سره دغه کار ته اوږه ورکړو او خپل مسئوليت سرته ورسوو.