سرلیکنې

راځئ، په اخترونو کې د‌ بې وزلو پر خولو خندا راولو…!

دلوی اختر مبارکې ورځې په رارسېدو دي. د عبادت او ثواب ګټلو لپاره الله رب العزت خپلو بنده ګانو ته فرصتونه او مواقع برابروي، چې مومنان ترې ګټه پورته کړي او د هغوی اعمال جنت ته د تلو سبب وګرځوي، نو پکار ده چې مؤمنان له تظاهر څخه خپل ځانونه وژغوري او هغه لاره خپله کړي، چې الله(جل جلاله) پرې خوښ او له موږ څخه راضي کېږي.

د هیواد ډېر وګړي د فقر تر کچې لاندې ژوند کوي، نو ددې پرځای چې موږ په خوښیو او اخترونو کې يوازې د ځان ښودنې او رواجونو لپاره بې ځايه لګښتونه کوو او دغه راز له فرضي حج څخه وروسته بيا هم بار بار حج ته ځو، په لکونو افغانۍ مصرفوو او د تظاهر لپاره لګښت کوو، ښه به دا وي، چې د خپلو هغو هيوادوالو له حاله ځان خبر کړو، چې د سهار او ماښام لپاره ډوډۍ نه لري او دې ته اړ کېږې چې دښار په واټونو کې دسوال ځولۍ وغوړوي او دنړيوالو خبري سرچينو دسرټکي شي.

که چېرته زموږ شتمن خلک خپله شتمني له بېوزلو سر دلاس نيوي په چارو کې وکاروي او خپل اسلامي او انساني مسئوليت ادا کړي، نو دفقر او غربت کچه تر ډېره بريده راکمېدای شي او حتی له منځه ځي. دا موږ خپله فريضه بولو، چې په داخل او خارج کې پرخپلو شتمنو افغانانو غږ وکړو، چې په دې اړه خپلې مرستې  ونه سپموي او په دې برخه کې خپله همکاري جاري وساتي، چې دا به ستاسو د دنيا او آخرت لپاره دنيکيو تله درنه کړي. پر تاسو الله (جل جلاله) احسان کړی، تاسې هم د الله تعالی پر ناتوانه او بېوزله مخلوق احسان وکړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button