سرلیکنې

راستنېدونکو کډوالو ته باید ځمکې ورکړی شي!

لکه چې معلومه ده له تېر یوه کال راهیسې هېواد ته د کډوالو راستنېدلو بهیر ګړندی شوی او دا دی وینو چې له ایران او پاکستانه هره ورځ په سلګونو کورنۍ څوک جبراً او ځینې په خپله خوښه هېوادته راستنیږي.

لکه چې معلومه ده له تېر یوه کال راهیسې هېواد ته د کډوالو راستنېدلو بهیر ګړندی شوی او دا دی وینو چې له ایران او پاکستانه هره ورځ په سلګونو کورنۍ څوک جبراً او ځینې په خپله خوښه هېوادته راستنیږي. په دې کې هم شک نشته چې دغو راستنېدونکو کې ډېری داسې وګړي هم دي چې پردي وطن کې زېږېدلي او هماغلته یې ږیرې سپینې شوې. ځکه هېواد کې له تېرو څه باندې څلورو لسیزو راهیسې جنګ او نا امني وه او دوی خپله هم له سختې بې وزلۍ سره مخ وو، مطلب د خوارۍ- غریبۍ له امله یې دومره موقع نه شوه موندلی چې وخت ناوخته پر خپلو پلرنیو سیمو هم وګرځي او دلته هم د څه مېنې پر چوړولو فکر وکړي. بناءً اوس یې چې له مجبورۍ وطن ته رامخه شوې نو بیا هم له څو درکونو ګڼو ستونزو سره مخ دي لکه تر هرڅه ړومبی د استوګنې یو ګوزاره حال کور، څه مناسب کار-روزګار، د وطن، خلکو او بازارونو له وضعیت سره نابلدي او داسې نور. په هر صورت خو داسې ښکاري چې ښایي ترټولو غټه ستونزه یې فقط کور او سرپناوي. په دې اساس ویلی شو چې غالباً د یادو کډوالو د پالنې په لړ کې به د حکومت مهمه ذمه واري د هغوی لپاره د کلیو او ښارګوټو جوړول وي. البته زموږ مطلب دا نه دی چې هرې کورنۍ ته یویو تیار ودان کور ورکړی شي بلکې هدف دادی چې حکومت د خپل وس او ځواک پرمټ هر ولایت او ولسوالۍ کې یوه ټوټه داسې ځمکه مشخصه کړي چې مثلاً لږ تر لږ پر یوزر کورنیو نیم نیم جریب ځمکه ووېشل شي. په دې توګه چې حکومت یې په خپل نفوذ او توان سره د نورو قومونو له دعوو او لانجو را خلاصه، د لارو، سړکونو، کوڅو، لښتیو، پارکونو، جوماتونو، بازارونو، کلینیکونو او به خور او داسې نوور عامه اړتیاوو نقشې پکې جوړې او بیا هره کورنۍ پر خپله برخه ځمکه ودروي. په دې ترڅ کې د عامه اړتیاوو انتظام کول ځکه باید د حکومت پر غاړه وي چې دغو مواردو کې عام خلک خپلوکې نه سره جوړیږي او پر خپل منځي مشکلاتو اوړي. خو که یاد ترتیب د حکومت له خوا ورته نیول شوی وي نر هر سړی به خپل وس سره سم هڅه کوي چې په ممکنه بڼه ژر تر ژره د ځان لپاره یوه سر پنا ودانه کړي، هغه نو که پخه کوټه وي، کچه وي، جونګړه وي او که خیمه  او کوډله. لنډه دا چې زموږ په هېواد کې له زمانو راهیسې د حکومت له لوري پر خلکو د ځمکو دنه وېش له کبله اوس زیاتره افغانان د کور جوړولو له درکه زښته ډېر کړاو سره مخ دي. تردې چې د ناوسۍ په وجه دوه. درې بسوې ځمکې ته هم خورا ډېر خوشالیږي. حال دا چې افغانستان د خپل نفوس په تناسب دومره زیات پراخ دی چې که فرضاً دا شپږنیم لاکه کیلو متره مربع مساحت یې پر څلوېښت میلیونه وګړو تقسیم کړو نو هر فرد ته له شل جریبه زیاته برخه رسیږي. خو بیا هم حکومتونو ته د ځمکو د وېشلو چل نه ورځي او دادی وینو چې راستنېدونکي کډوال د یو یو جریب ځمکې په ارمان دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button