سرلیکنې

 راستنېدونکو کډوالو ته باید لازم چمتووالی ونیول شی!

د پاکستاني رسنیو له ځینو راپورونو داسې معلومېږي چې کېدای شي له را روان اختره وروسته یو ځل بیا هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو بهیر را ګړندی شي، په دې ترڅ کې د پآکستاني چارواکو ترڅنګ خپله د افغانانو د بېلابېلو کمېسيونونو او ټولنو د استازو له څرګندونو هم معلومېږی چی زیاتره کډوال خپله هم لېوال دی څو په مناسبو شرایطوکې له موقع استفاده وکړي او خپل هېواد ته راستانه شي، همدارنګه زموږ عام هېودوال هم په دې باور دي چې که یاد کډوال له اختره وروسته د راستنېدو تابیا ونیسي، نو دا به د هغوی لویه نېکمرغی وي، ځکه دا مهال زیاترو سیمو کې د پسرلي خورا ښه موسم پیل شوی او هره کورنۍ کولی شي له همدې مناسب فرصته په استفادې ترڅه حده د خپلې سرپناه غم وخوري.

په داسې حال کې چی د تېر ژمی په سرکې خپله راستنېدونکو او ټولو هېوادوالو هغه بدی ورځې ولیدلې چې په سخته یخنۍ کې له پاکستانه په جبري توګه راشړل شويو خلکو وګاللې. البته هغه مهال نه موسم مناسب و، نه خپله کډوالو څه اراده او ترتیب درلود او نه د حکومت له خوا له مخکي کوم چمتووالی نیول شوی و، خو بیاهم دا د چارواکو اخلاص او د یو شمېر خواخوږو هېوادوالو مېړانه وه چې د لکونو کډوالو ښه درناوی، خدمت او تر خپله وسه پالنه وشوه، په دې اساس ویلی شو چې دا ځل خو باید د راستنېدونکو لپاره انتهایي مناسب پلان او له هره پله پوره کره چمتووالی ونیول شي. که څه هم دا ښکاره ده چي زیات شمېر کډوال خپله هم دومره وسایل او توان لري چې له دولتی خوراک، پوښاک او سرپناه به مستغني وي، خو یو شمېر به خامخا داسې هم وي چې له هره اړخه به جدي پالنې ته اړتیا ولري. ځکه خو په کار ده چې د هغوی د پالنې لپاره ټولو کورنیو او بهرنیو مرستندویو ټولنو سره اړیکه او همغږي وشي څو یادو مجبورو کورنیو سره د ورپېښو ستونزو په هواري کې بشپړه مرسته وشي. د یادونې وړ ده چې د یادو کډوالو خدمت او پالنه د اسلامې امارت لپاره یو داسی ازمیښت هم دی چې که ښه پکې وځلېږي هم به نړیوال اعتبار ترلاسه کړي او هم به یې خپلو افغانانو کې د هیلو غوټۍ راوغوړېږی.

دغه راز د کډوالو په راستنېدو سره به ټول افغان ملت د پردیو له احسان او مننې هم خلاص او د بې ځایه فشارونو روانه لړۍ به هم پای ته ورسېږی. خدای دې وکړي چې ټول افغانان پر خپل نغري راغونډ او د خپل هېواد د پرمختګ او بسیاینې لپاره په ګډه ملا وتړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button