سرلیکنې

راز ساتنه او بريا؟!

ډېر خلک به مو ليدلي وي، چې له ژور خپګان او رواني ستونزو کړېږي، د دغو کسانو له ډلې داسې هم ډېر دي، چې خپلوان، ملګري او دوستان يې ترې خواشيني شوي وي او لامل يې دا وي چې د  دوی رازونه يې افشا کړي وي.

ډېر خلک به مو ليدلي وي، چې له ژور خپګان او رواني ستونزو کړېږي، د دغو کسانو له ډلې داسې هم ډېر دي، چې خپلوان، ملګري او دوستان يې ترې خواشيني شوي وي او لامل يې دا وي چې د  دوی رازونه يې افشا کړي وي.

هر انسان په ژوند کې  ځينې داسې پټ رازونه لري، چې افشا کېدل يې نه يوازې خوښوي نه، بلکې که افشا شي، ژوند، مال او عزت ته يې زيان رسېږي‌. هغه کسان چې د رازونو د ساتلو توان او تجربه لري، له هغو ډېر بريالي وي، چې دغه هنر يې نه وي زده.

هوښياران وايي، چې راز دې تر څو افشا کړی نه وي، ستا په واک او بند کې دی او که دې افشا کړ، بيا يې تر کنټرول لاندې راځې او نشې کولی ،چې له ناوړه اغېزو  يې ځان وژغورې.

د راز ساتل لکه څرنګه چې په فردي او اجتماعي ژوند کې ډېر ارزښت لري، په حکومتولۍ او مسئوليتونو کې يې هم له ارزښت څخه نه يوازې سترګې نشي پټېدلی، بلکې له فردي ژونده څو ځله مهم  دی؛ ځکه چې د اقتدار پر مهال انسان ته د ملي ګټو د ساتلو مسئوليت هم ور په غاړې وي او په دې برخه کې لږ تېروتنه هم ډېر زيان رامنځته کولی شي.

د ټولو دولتي ادارو چارواکي بايد دغې مهمې برخې ته پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول امنيتي او سياسي ارګانونه خو بايد په دې برخه کې بېخي حساس واوسي.

هغوی چې غواړي بريالۍ حکومتولي ولري او ملي ګټو او موخو ته ورسېږي، د رازونو ساتل ورته اساسي شرط دی. راز وساتئ او بريا تر لاسه کړئ.!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button