
راز ساتل، د بريا اساسي شرط..!
ډېر خلک به مو ليدلي وي، چې له ژور خپګان او رواني ستونزو څخه کړيږي، د دغو کسانو له ډلې هغوی هم ډېر دي، چې خپلوان، ملګري او دوستان يې ترې خواشيني شوي وي او لامل يې دا وي چې د هغوی رازونه يې افشا کړي وي.
ډېر خلک به مو ليدلي وي، چې له ژور خپګان او رواني ستونزو څخه کړيږي، د دغو کسانو له ډلې هغوی هم ډېر دي، چې خپلوان، ملګري او دوستان يې ترې خواشيني شوي وي او لامل يې دا وي چې د هغوی رازونه يې افشا کړي وي.
هر انسان په ژوند کې يو شمېر داسې پټ رازونه لري، چې افشا کېدل يې نه يوازې خوښوي نه، بلکې که افشا شي، ژوند، مال او عزت ته يې زيان رسېږي. هغوی چې د رازونو د ساتلو توان او تجربه لري، تر هغو ډېر بريالي وي، چې دغه هنر يې نه وي زده.
هوښياران وايي، چې راز دې تر څو افشا کړی نه وي، ستا په واک او بند کې دی او که افشا دې کړ، بيا يې تر کنټرول لاندې راځې او نشې کولی له ناوړه اغېزو يې ځان وژغورې.
د راز ساتل لکه څرنګه چې په فردي او اجتماعي ژوند کې ډېر ارزښت لري، په حکومتولۍ او مسئوليتونو کې يې هم له ارزښت څخه نه يوازې سترګې نشي پټېدلی، بلکې له فردي ژونده څو چنده مهم دی؛ ځکه چې د اقتدار پر مهال انسان ته د ملي ګټو د ساتلو مسئوليت هم ورله غاړې وي او په دې برخه کې لږ تېروتنه هم ډېر زيان رامنځته کولی شي.
د ټولو دولتي ادارو چارواکي بايد دغې مهمې برخې ته پاملرنه وکړي، په ځانګړي ډول امنيتي او سياسي ارګانونه خو بايد په دې برخه کې بېخي حساس واوسي.
هغوی چې غواړي بريالۍ حکومتولي ولري او ملي ګټو او موخو ته ورسېږي، د رازونو ساتل ورته اساسي شرط دی. راز وساتئ او بريا تر لاسه کړئ!