ټولنه او کلتورروغتیاګزارش

راتلونکې اونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو ملي کنفرانس جوړېږي

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف اللّٰه خيرخواه وايي چې په دغه کنفرانس کې به د اړوندو ادارو پر مسؤلینو سربېره، د هېواد د ټولو پوهنتونو او له بهر څخه را دعوت شوي استادان او د اقليم او چاپېريال ساتنې د برخې کارپوهان ګډون ولري‌.

راتلونکې اونۍ په ننګرهار پوهنتون کې د اقلیمي بدلون په تړاو ملي کنفرانس جوړېږي

د لوړو زده کړو وزارت مسئولیونو ویلي، چې ننګرهار پوهنتون به په را روانه اونۍ کې د اقليمي بدلون په تړاو د ستر ملي کنفرانس کوربه وي.

د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال دوکتور لطف اللّٰه خيرخواه وايي چې په دغه کنفرانس کې به د اړوندو ادارو پر مسؤلینو سربېره، د هېواد د ټولو پوهنتونو او له بهر څخه را دعوت شوي استادان او د اقليم او چاپېريال ساتنې د برخې کارپوهان ګډون ولري‌.

که څه هم افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د اقلیم په بدلون کې تر ټولو کم لاس لري خو تر ټولو ډېر زیان وراوړي. پر همدې بنسټ د اقلیمي بدلونونو له امله دم ګړۍ د افغانستان ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي.

د یادولو وړ ده، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرسیتبال مولوي عبدالسلام حقاني نن دوشنبه (د سلواغې ۱۶مه) یوې خبري غونډې ته وویل، چې افغانستان د جګړو له کبله د اقلیمي بدلون په برخه کې سخت زیانمن شوی هېواد دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button