
اقتصاد
راتلونکو ۷ مياشتو کې د سرپل پر کانونو ۱۴۹ميليونه ډالره پانګونه کېږي
د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست سرپل ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د کانونو پر استخراج د راتلونکو ۷ مياشتو په موده کې د ۱۴۹ ميليونو ډالرو د پانګونې خبر ورکړی دی. شېخ شهاب الدين دلاور سرپل ته د خپل سفر موخه هم د دغه ولايت د کانونو دوضعيت ارزونه او د قشقرې دنفتو کان د استخراج دبهير څېړل ياد کړي دي. ورته مهال د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکو شيخ شهاب الدين دلاور سره په کتنه کې د دغه ولايت د کانونو د استخراج بهير د چټکتيا ترڅنګ، د سړکونو د رغولو او ځوانانو ته د کار دبرابرولو برخه کې د مرستې او پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د کانونو او پټروليم وزارت دسرپرست د شېخ شهاب الدين دلاور له لوري ورته د هر راز مرستې ډاډ ورکړ شوی دی.