ټولنه او کلتور

رئیس الوزراء د نوي کال د رارسېدو په مناسبت یو نیالګی کېنوه

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء محترم ملا محمد حسن آخوند نن د نوي کال رارسېدو په مناسبت د ارګ په محوطه کې یو نیالګی کېنوه.

محترم رئیس الوزراء په دې مراسمو کې چې د ریاست الوزراء مقام د دفتر عمومي رئیس او د دغه ریاست محترم مرستیالانو یې ملتیا کوله د یاد نیالګي کرلو پر مهال د افغانستان د ښېرازۍ او هوساینې دعا وکړه.

محترم ملا محمد حسن آخوند ټولو شهیدانو ته فردوس جنت ترڅنګ د افغانستان لپاره د سرتاسري هوساینې، فیض او برکت، ښېرازۍ او پرېمانۍ دعا هم وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button