سیاست

رئيس الوزراء: له مهاجرینو سره پر ناوړه عمل به پاکستان له موږ څخه د څه تمه ولري

د اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند  پرون په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ځورولو حق نه لري.

د اسلامي امارت رئيس الوزراء ملا محمد حسن اخوند  پرون په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ځورولو حق نه لري. نوموړي ويلي، که د پاکستان حکومت له  اسلامي امارت سره ستونزه لري؛ نو بايد د خبرو له لارې يې حل کړي. رئيس اولوزراء ويلي: د کډ‌والو ازارول، د هغوی شتمنۍ نيول، کورنه يې ورانول او په راتګ کې ورته ستونزې جوړول په يو قانون کې هم نشته او د پاکستان حکومت بايد افغان کډوالو ته وخت ورکړي ، چې په عزتمندانه ډول خپل هيواد ته راستانه شي. رئيس الوزراء دغه راز ويلي، ټولو ادارو ته يې امر کړی، چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي. هغه له خلکو هم غوښتي، چې افغان کډوالو سره مرسته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button