روغتیا

ذهني روغتيا؛ مګر څنګه ؟

څنګه چې بدني روغتيا زموږ لپاره مهمه ده، همداسې ذهني روغتيا هم د انسان لپاره اړینه وي،ځکه چې ذهني روغتيا د بدني روغتيا اساس جوړوي.

که چېرې زموږ وجود له ذهني روغتيا برخمن نه وي؛ تر ټولو زیات اغېز یې پر بدن وي او په کمه موده کې انسان له ډول، ډول عصبي ناروغیو سره مخ کېږي.همدغه ناروغۍ د چیکړو (خټو) مثال لري، چې که یو ځل په کې ونښلو؛ وتل ترې سخت وي.په دې خبرو تر ډېره هغه خلک ښه پوهېږي، چې یا خو له دې ستونزو تېر شوي وي، یا اوس هم پرې اخته وي او ترې ځورېږي.پوهان وايي: د هر انسان په ژوند کې یو وخت داسې هم راځي، چې هغه په شدیدې مایوسۍ اخته کېږي. په شاوخوا کې پېښېدونکو ستونزو باندې برلاسی نه وي او په هر ځای کې نا امیدي ورته درېږي، چې له امله یې ذهن شل (فلج) شي. که په داسې وخت کې هغه مبارزه پرېږدي او نږدې وګړي یې لاسنیوی و نه کړي؛ نو لرې نه ده چې یاد شخص ذهني ناروغ شي.څنګه چې خلک په بدني ناروغیو اخته کېږي، همداسې په ذهني ناروغۍ اخته کېدل هم عامه خبره ده؛ خو زموږ په ټولنو کې د عصبي او دماغي مرض تر شا ډار او بدنامي هغه څه دي، چې موږ تر مرګه رسوي او وضعیت مو ورځ تر بلې خرابوي او د وېیې په څېر مو ختموي.

په ذهني ناروغیو کې ځينې ډیرې کوچنۍ او بعضې یې یو څه خطرناکې دي، چې دلته یې تاسې د پيدا کېدلو لاملونه پېژنئ.

۱ــ بېکاري (بې روزګاري):

د یوې څيړنې مطابق بېکاري او عبث ګرځېدل هغه څه دي چې زموږ له ذهني روغتيا سره مستقیمه اړیکه لري. که چېرې کوم وګړی تر ډېره بېکاره وګرځي؛ هغه د ډپرېشن (شدید خپګان) ښکار کېږي. زیاتره ځوانان چې له ښې زده کړې، تعلیمي سند او زیار وروسته هم وظیفه ترلاسه نه کړي؛ په ډپرېشن اخته کېدلی شي.

۲ــ ډپرېشن (شدید خپګان):

ډپرېشن په ویلو کې یو اسانه لغت دی؛ خو د لغت په درد هغه وګړي ښه پوهېږي، چې د عمر په کومه برخه کې یې ډپرېشن تېر کړی وي. د ډپرېشن ګڼ لاملونه دي، چې ځینې یې په لنډه توګه در پېژنو:

ــ د راتلونکي په اړه بې ځایه سوچونه.

ــ له ځينو نږدې خپلوانو د بېلتون ډار.

ــ د ماضي بې خونده پېښې بار، بار یادول.

ــ وسوسې او د هرې پېښې په اړه منفي سوچ کول.

۳ــ تشدد (ظلم او زیاتی):

ښايي ځینې میندې مو لیدلې وي، چې په شنه سهار خپل ماشومان له دې امله وهي، چې هغوی په خپلو جامو کې متیازې کړې وې. که څه هم میندې فکر کوي، چې په وهلو به خپل اولادونه سم کړي؛ مګر همدغه بې ځایه تشدد او وهل د دې لامل کېږي، چې ماشومان د وخت په تېرېدلو سره عصبي ناروغان کړي او ډول، ډول ذهني ستونزې ورته پیدا کړي. له دې پرته ځينې میندې او پلرونه له یو بل سره شخړې کوي، چې اغېز یې په اولادونو وي. له کومو خلکو سره چې د عمر په یوه برخه کې تشدد شوی، هغه کم جرئته وي او ډېری وخت د کمترۍ احساس کوي. په همدې اساس دوی له نورو خلکو وروسته پاتې کېږي.

۴ــ د زیات کار فشار:

زموږ زیاتره دولتي ادارې او شخصي دفترونه داسې جوړ شوي، چې خلک په کې یو نه یو ډول ډار لري، دوی ټول په بيړه کې وي او د یو مجهز سیستم د نشتون له امله کارکوونکي له ځانونو ماشینونه جوړوي. له دې پرته ځینې کارمندان له یو بل سره حسد او رقابت لري؛ غواړي چې د یو بل حق غصب کړي او وړاندې لاړ شي. همدا په ناحقه توګه د وړاندې تګ جنون زموږ ذهني روغتيا ته ستره ضربه رسوي. له دې پرته په مسلسله توګه څو میاشتې او سر و کال کار کول هم د ذهني فشار او ناروغۍ لامل ګرځي.

دا هغه لاملونه وو، چې انسانانو ته له چاپېریال او نورو وګړیو رسېږي. له دې پرته ځينې ارثي ستونزې هم شته، چې په ذهني روغتيا بده اغېزه کوي او ترې رغېدل که ناممکن نه دي؛ نو اسان هم نه دي. د ځينو ناروغانو په درملنه کې خو ان ډاکټران په ډپرېشن اخته شي. نو ښه ده چې ډاکټرانو ته له تګ وړاندې په ذهني روغتيا پام وکړو.

اوس به ځینې هغه لارښوونې در وښیو چې تاسې له ذهني ناروغیو ساتي.

۱ــ د سکون لټون:

تر څو چې وس لرئ، ځان ارامه وساتئ، له ذهني کشمکش لرې واوسئ، هر کله چې ستونزې سره مخ کېږئ، د ژر حلولو تلوسه یې مه ساتئ، ښايي ستاسې تر وس پورته وي. هڅه وکړئ، چې ځان له ذهني ستړيا وساتئ او ځان ته په خپله ډاډ ورکړئ.

۲ــ هر څه ته د نورو په نظر مه ګورئ:

وګړي د بېکارۍ له امله د هر خبر په اړه ډول، ډول نظرونه لري. زموږ د ټولنې نايي (خلیفه) هم په سیاست، ټولنیزو چارو او نړیوالو نورمونونو پوهېږي. که موږ د هر کوچني او لوی خبر په اړه د خلکو منفي تبصرو ته غوږ شو او خبر په خپله و نه څېړو؛ نو حتماً له ذهني دباو سره مخ کېږو. ښه ده چې هر څه ته د نورو په نظر و نه ګورو.

۳ ــ ورزش وکړئ:

که له یوې خوا مو ورزش د بدن هر غړی خپلې دندې ته تیاروي او له ژر زړېدلو (بوډاتوب) مو ژغوري؛ له بلې خوا مو ذهن هم ارام ساتي. همدغه ارام ذهن د چارو په ښه ترسره کولو کې مهم رول لري.

۴ــ بې ځایه هیلې مه ساتئ:

که یو څوک ووايي، چې زه غواړم تر ماښامه ځان میلیونر کړم؛ نو دا ظاهراْ ناممکنه ده. یا خو باید وخت اوږد کړو او یا له میلیونري راښکته شو. ښه ده چې خپلې شړۍ سره پښې وغځوو او هیلې مو تر کنترول لاندې وساتو. په بې ځایه خواهشاتو پسې و نه ګرځو او هغه څه باندې شکر وباسو، چې الله تعالی راکړي دي.

ژباړن: عابد سمسور

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button