سیاست او دولت

ذبيح الله مجاهد د دوحې غونډه کې: اسلامي امارت له نړۍ سره د اړیکو د پراختیا اراده او ظرفیت لري

* د غزې په جنايتونو کې شريکان نشي کولی موږ ته د بشري حقونو په هکله سپارښتنې وکړي

59 / 100

* د غزې په جنايتونو کې شريکان نشي کولی موږ ته د بشري حقونو په هکله سپارښتنې وکړي 

د دوحې غونډې پرانیسته کې د اسلامي امارت د پلاوي د مشر ذبیح‌الله مجاهد د وینابشپړ متن ! 

د جون ۳۰مه، ۲۰۲۴، دوحه، قطر

حامداً و مصلیاً و بعد،

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې مېرمن روزمېرې ډیکارلو او د هېوادونو او نهادونو درنو استازو  او په ځانګړي ډول د کوربه هېواد قطر استازی، د ټولو دې ماښام په خیر وي! خوشحاله یم، چې د افغانستان د حکومت او ولس په استازیتوب په داسې یوه فرصت کې چې د ملګرو ملتونو په ابتکار د افغانستان لپاره جوړ شوی، د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له استازو سره ګورم.

همدا راز غواړم د قطر هیواد د حکومت له مشرتابه ځانګړې مننه وکړم چې د دې غونډې په جوړیدو او تسهیلاتو برابرولو کې یې مرسته کړې ده.

 د دوحې په دې کنفرانس کې زموږ ګډون ښيي چې د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هغو ملاحظاتو ترڅنګ چې لري يې، د مثبت تعامل پلوی دی.

زموږ په باور د دوحې اوسنۍ ناسته یو فرصت دی، چې زموږ پر مشرانو او د مالي او بانکي نظام د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او زموږ د ملي اقتصاد په وړاندې د ننګونو په اړه داسې مثبتې خبرې اترې ولرو چې د ستونزو د حل یو ښه پيل وګرځي او افغانان هم پوه شي چې زموږ پر هیواد تحمیل شوي بندیزونه نور پای ته رسېږي.

درنو استازو!

افغانان پوښتنه کوي چې د یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو پر مټ ولې په ډله ییز ډول کړول کېږي؟!

ولي یې حکومت او خصوصي سکتور ته خنډونه جوړېږي؟ افغانان چې د پردیو یرغلونو او لاسوهنو په نتیجه کې نږدې نیمه پېړۍ له جګړو او ناامنیو وکړېدل، کله یې چې خپله خپلواکي واخیسته، جګړه یې پای ته ورسوله، یو نظام یې رامنځ ته کړ او غواړی له نړۍ سره مثبتې اړیکې ولري ، خو په بدل کې يې له بندیزونو سره مخ شول؟!

 ایا دا منصفانه چلن دی؟!

زه له دې انکار نه کوم چې ښايي ځیني هېوادونه د اسلامي امارت له ځینو اقداماتو سره ستونزه ولري. زه فکر کوم د دولتونو ترمنځ پالیسیو کې تفاوت او بدلون یوه طبیعي چاره ده او همدا ستاسې په څېر د مجربو دیپلوماتانو دنده ده چې د نظرونو تفاوت ته د تقابل پر ځای د تعامل او تفاهم لارې چارې وګوري. د داخلي کړنو او پالیسیو تفاوت باید په هېڅ ډول د دې لامل نه شي، چې ځیني زورور هېوادونه په خپلو لاسونو کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي فشار ابزار داسې وکاروي ،چې د یوه جنګ ځپلي ملت ژوند متأثر کړي.

د دې ټولو ترڅنګ له یو اړخیزو او څو اړخیزو بندیزونو او فشارونو سره سره، موږ د کوکنارو پر کښت، پروسس او قاچاق چې نړۍ ترې متأثره وه بندیز ولګاوه. د کوکنارو کښت ،چې په میراث راته پاتې و، موږ په بشپړ جدیت سره صفر ته نږدې کړ؛ خو په مقابل کې يې ځینو هیوادونو د دې پر ځای چې زموږ د دې مثبت اقدام هرکلی وکړي او زموږ د ملي اقتصاد د احیاء په برخه کې بانکي محدودیتونه لرې او زېرمې له کنګله وباسي د نه همکاریو سیاست ته ادامه ورکړه.

درنو استازو!

لکه څنګه چې زموږ ملت د تاریخ په اوږدو کې د سیاسي خپلواکۍ لپاره مبارزې کړي او تاریخي قربانۍ يې ورکړې دي، په ورته ډول د افغانستان اسلامي امارت اوس د پر ځان بسیا ملي اقتصاد د بنیادونو د ايښودلو له لارې هڅه کوي ،چې زموږ اقتصادي خپلواکي هم په بشپړ ډول تضمین کړي.

موږ همدا راز د افغانستان د واقعي اقتصادي بیا راژوندي کولو په برخه کې هم ستر ګامونه اخيستي چې ورسره ولسي وګړو ته کارونه ایجاد شوي، سلګونه فابریکې جوړې شوي، ځوانان له بدبختیو راګرځول شوي او ښځينه‌وو ته د افغانستان په تاریخ کې له ټولو ستر تجارتي فرصتونه رامنځته شوي دي.

موږ په داسې حال کې چې د ټولو هېوادونو له بشري مرستو مننه کوو، د افغانانو د اقتصادي ستونزو اساسي حل دا بولو، چې یو اړخیز او څو اړخیز بندیزونه لرې شي، انکشافي مرستې ترسره شي او پرېښودل شي، چې د افغانستان حکومت او خلک د ملي اقتصاد د احیاء لپاره له خپلو ټولو ظرفیتونو څخه له محدودیت پرته ګټه واخلي.

زموږ د بهرني سیاست یو اساسي عنصر اقتصادمحوري ده. موږ د خپل اقتصادمحوره خارجي سیاست پر مټ وتوانېدو، چې د افغانستان له لارې د سیمې د اتصال امکانات برابر کړو. په شمال کې له ازبيکستان څخه راغلې د افغان ټرانس  په نامه د وسپنې پټلۍ رغونه به وکولای شي چې مرکزي اسیا له جنوبي اسیا او آزادو اوبو سره وصل کړي. زموږ اړوندې ادارې له خپلو ازبيکستاني او پاکستاني همکارانو سره له نږدې کار کوي.

همداراز له ترکمنستان سره د ټاپي د ګازو نللیکې د جوړېدو په اړه په تېرو دوو کلونو کې ښه پرمختګ شوی دی. هیله‌من یو چې د دې پروژې له پلي کېدو سره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د انرژۍ په تبادله او اتصال کې افغانستان مثبت رول ولوبوي.

همدارنګه د شمال-جنوب کوریډور په اړه موږ خپل ملاتړ اعلان کړی او چمتو یو ،چې په دې کوریډور کې شریکو هېوادونو سره له نږدې کار وکړو.

د دې ترڅنګ په افغانستان کې د اشغال او جګړې له پای ته رسېدو سره سم، د دې فرصت برابر شوی ،چې نه یوازې افغانستان له خپلو ملي ظرفیتونو څخه د ملي اقتصاد د احیاء لپاره ګټه پورته کړي؛ بلکې ټوله سیمه افغانستان ته د امنیت او ثبات له راګرځېدو څخه ګټمنه ده.

د سیمې له هېوادونو سره په ګڼو برخو کې د افغانستان د اسلامي امارت د اړیکو پراختیا ثابتوي ،چې د افغانستان حکومت د اړیکو د پراختیا اراده او ظرفیت لري. په ورته ډول د نړۍ نور هېوادونه په تيره بیا غربي هېوادونه هم کولای شي د سیمې د هېوادونو په څېر د افغانستان له حکومت سره په یوه واقعبینانه عملي تعامل کې د اړیکو د پراختیا په لاره کې خنډونه لرې کړي او مثبت تعامل ته وړاندې شي.

درنو ګډونوالو!

لکه څنګه چې اشاره وشوه، په ځینو برخو کې د نظر تفاوت طبیعي دی. اما مهمه دا ده چې د مثبت تعامل او د اړیکو د پراختیا په تړاو د افغانستان د اسلامي امارت اراده او نیت وجود لري.

د افغانستان اسلامي امارت له غربي هېوادونو سره هم مثبت تعامل غواړي. اما د بل هر هېواد په څېر موږ هم ځینې دیني او دودیز ارزښتونه او ولسي غوښتنې لرو، چې هغه باید درک کړای شي ، ترڅو  دوه اړخیزې اړیکې د ناندریو او رکود پرځای پرمخ لاړې شي.

زموږ هیله دا ده ، چې د افغانستان د اسلامي امارت ملي حاکمیت، خپلواکي، ارزښتونو او غوراویو ته درناوی وشي، دغو ارزښتونو ته درناوی د ملګرو ملتونو منشور هم تائیدوي.

که وتوانېږو چې د افغانستان کورني مسایل له بهرنیو اړیکو جلا کړو، ښايي دوو اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو کې پرمختګ ولرو. د افغانستان اسلامي امارت اوس د افغانستان داسې یو حکومت دی چې د افغانانو د لسیزو  مبارزو نتیجه ده. د افغانستان د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د سیاسي درک کچه مخ په لوړېدو ده. قزاقستان تېره میاشت د طالبانو نوم د ممنوعه ډلو له لېست څخه ووېست او همداراز تمه ده ،چې د روسیې فدراسیون هم په نږدې وخت کې ورته اقدام وکړي. په عین حال کې، د چین ولسي جمهوریت د افغانستان د اسلامي امارت لوی سفیر ومانه. همدارنګه لسګونو هېوادونو د افغانستان د حکومت دیپلوماتان منلي او فعالې سیاسي استازولۍ لرو. لکه څنګه چې د سیمې مهمو هېوادونو د افغانستان له اوسني حکومت سره د یوه مسئول نظام په توګه مثبت تعامل کړی، زموږ هیله دا ده چې په ورته ډول غربي هېوادونه هم ګډو دوه اړخیزو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.

دلته غواړم یوه بل مهم بشري ناورین ته ستاسو پام را واړوم:

له تېر اکټوبر راهیسې چې د فسلطین په غزه کې نسل وژنه ادامه لري، دا په تاریخ کې په ژوندي ډول لومړنی خپرېدونکی جنوسایډ دی، چې د بشري حقونو د دعوه دارو هېوادونو او سازمانونو اعتبار یې له جدي پوښتنو سره مخ کړی. 

د یادولو وړ ده، ځیني لوري چې په مستقیم ډول په دې بشري جنایت کې شریکان دي….هغوی په داسې اخلاقي موقعیت کې قرار نه لري چې موږ ته د بشري حقونو په اړه لارښوونې وکړي او لکچر راکړي. 

د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درېوو کلونو کې هم په کوردننه د یوه مرکزي، قوي او مسلط نظام په توګه ځان ثابت کړی او هم یې د ملي بنسټونو او زیربنايي پروژو تطبیق او د ملي اقتصاد د احیاء په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي. همداراز یې لسګونو هېوادونو سره د دوو اړخیزو اړیکو د پراختیا په برخه کې هم پرمختګونه لرلي دي. ګاونډیو او د سیمې هېوادونو سره اړیکو کې پرمختګ د دې ښه مثال کېدلای شي.

درنو حاضرینو!

د دې لپاره چې د دوحې ناستې معنادارې شي، په کار ده چې لاندې اهدافو باندې کار وکړو، ترڅو دا اعتماد رامنځ ته شي ،چې موږ ټول د افغانستان د امنیت، ثبات او د افغانانو د ښېرازۍ لپاره کار کوو:

لومړی: د ټولو محدودیتونو او بندیزونو لرې کېدل او د هغو پخوانیو پرېکړه‌لیکونو ختمول چې د افغانستان د خصوصي سکټور په لاره  کې يې اساسي خنډونه ایجاد کړي دي.

دوهم:  د افغانستان بانک کنګل شوې ټولې اسعاري زېرمې کومې چې د افغانانو مسلم حق دی، بېرته له کنګل څخه خلاصېدل او د افغانستان بانک په واک کي ورکول کېدل ، ترڅو

  • د پولي سیاست په ښه تطبیق ،
  • د سوداګریزو بانکونو د حسابونو په تقویې ،
  • د افغانستان بانک له لوري د سوداګریزو بانکونو په وړاندي د اسعاري مکلفیتونو په ترسره کولو کې وکارول شي.

د دې زېرمو د انجماد تداوم د سوداګریزو بانکونو دا وړتیا راکمه کړې ده ،چې د مشتریانو اسعاري ضرورتونه په داخل او یا له هیواده بهر پوره کړي، چې په پایله کې یې مشتریان اړ کېږي چې د تجارت د تداوم لپاره غیرقانوني لارې وکاروي.

د خصوصي سکتور د ودي لپاره مهمه ده چې زموږ د بانکونو او د بهرنیو بانکونو ترمنځ تعامل بیا پیل شي ، ترڅو زموږ تاجران وتوانېږي چې د سوداګريزو فعالیتونو لپاره له نړۍ سره د قانوني ( بانکي ) چینل له لاري ونښلول شي.

درېيم: داچې افغانستان د مخدرو توکو د هر ډول کښت، تولید، پروسس او قاچاق په وړاندې جدي مبارزه کړې او لا هم لګیا دی، خو له دې څخه وروسته افغان بزګرانو ته بدیل معیشت برابرول یوه اړتیا  او مشترک مسئولیت دی چې باید ترسره شي او افغانستان په دې برخه کې یواځې پرې نه ښودل شي.

زه پيشنهاد کوم چې د دغو مسائلو د حل په موخه باید کاري ډلې جوړې شي او هیله من یم چې پر یادو موضوعاتو له تاسو درنو استازو سره مؤثرې او مثمرې خبرې اترې ولرو. ان شاءالله

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button