اقتصاد

ذبيح الله مجاهد :د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درېيمه ترانزيټي لاره او بندر جوړېږي

د پاکستان د حکومت له خوا له ۹ ورځو راهيسې د تورخم بندر له تړل کېدو وروسته اوس اسلامي امارت د هيواد د مالونو د صادراتو او وارداتو لپاره د يوې بديلې لارې په لټه کې دی.د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي ، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې نوي ترانزيټي کرښه جوړېږي او د دې ترانزيټي لارې موخه د صادراتو د لا زياتې آسانتيا په موخه ده.  د اسلامي امارت د وياند د څرګندونو په اساس د دې لارې د جوړولو لګښت ټاکل شوی او د دغې پروژې د عملي کولو هڅې روانې دي.ذبيح الله مجاهد زياته کړه، چې پر دې لارې کار روان دى او د پروژې کار ټاکل شوى دى. موږ له شرکتونو سره خبرې کوو چې د دې سړک د جوړولو تړون لاسليک کړي او کار يې پيل کړي.خو د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ د دې وزارت سرپرست په بالامرغاب کې د دې پولې برخې له نږدې څارلې او په دې برخه کې يې د سيمې د خلکو غوښتنې راټولې کړې دي.د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت وياند حمدالله فطرت ويلي، چې د دغه وزارت د مشر د سفر راپور به ډېر ژر د اسلامي امارت رهبري شورا ته وسپاري. ښاغلي فطرت زياته کړه، چې ښاغلي نوري او ورسره ملګري يې سيمه له نږدې څارلي. همدارنګه يې د خلکو غوښتنې له نږدې واورېدې او راپور يې د اسلامي امارت له مشرتابه سره شريکېږي.د سوداګرۍ او پانګونې خونه له ترکمنستان سره د نوي بندر او ترانزيټي لارې جوړول د هيواد د سوداګرۍ او اقتصاد د ودې په برخه کې ګټور ګڼي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستيال محمد يونس مومند وايي: (( هغه بندر چې په بالامرغاب کې جوړېږي تر ټولو ښه بندر به وي. تېل او اوړه دواړه له دې بندره راتلي شي. موږ غواړو چې ژر تر ژره په دې بندر کې اړين شيان نصب او جوړ شي.))اسلامي امارت په داسې حال کې له ترکمنستان سره د نوي بندر د جوړولو اعلان کوي، چې اوسمهال له ترکمنستان سره د هرات په آقينه او تورغونډۍ کې دوه نور فعال بندرونه فعال دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button