ټولنه او کلتور

ذبيح الله مجاهد: اسلامي امارت تحميل شوی نه، بلکې د خلکو حکومت دی

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د کتنو په دوام د هرات ولايت له ديني عالمانو، مخورو او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له کارکوونکو سره وکتل.

د افغانستان د اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د کتنو په دوام د هرات ولايت له ديني عالمانو، مخورو او د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له کارکوونکو سره وکتل.په دې کتنه کې ذبيح الله مجاهد وويل، چې اسلامي امارت تحميل شوی نه، بلکې د خلکو حکومت دی.مجاهد زياته کړه، چې زموږ موخه خدمت دی او د اسلامي امارت چارواکي هېڅکله له خلکو لوړ نه دي.نوموړي وويل: هغه څه چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې مو غوښتل، پوره شوي او اوس د اشغال له پای ته رسېدو وروسته د هيواد د آبادۍ، پرمختګ او د راتلونکي جوړونې ښه فرصت په لاس راغلی دی.ورته مهال په دې کتنه کې د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني وويل ، چې په هرات کې د سوداګرو، ځوانانو، ليکوالانو او د ټولنې د بېلابېلو طبقو خلکو ته بايد درناوى وشي.حقاني زياته کړه: په هرات کې داسې شخصيتونه شته چې د حکومتولۍ په ټولو برخو کې مشورې او وړانديزونه کولای شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button