سیاست او دولت

ذبيح الله مجاهد:د روسيې له بشري مرستو هرکلی کوو

روسيې له افغان ولس سره د مرستو په موخه د ۲۱ ټُنه بشري مرستو د رالېږلو خبر ورکړی دی.د راپورونو له مخې، په دغو مرستو کې پر خوراکي توکو سربېره د اړتيا وړ نور توکي هم شامل دي.اسلامي امارت په اوسنيو شرايطو کې له افغانستان سره د بېلابېلو هيوادونو او په ځانګړې توګه د روسيې مرستې اغېزناکې ګڼي او همداراز په رڼه توګه د دغو مرستو له وېشلو هم ډاډ ورکوي.د اسلامي امارت وياند، ذبيح الله مجاهد وايي:  (( موږ د روسيې له مرستو مننه کوو او دا يوه انساني او بشري همکاري بولو. پرته له شکه به هغو کسانو ته ورسيږي چې اړ  او بېوزلي دي.»بل لور ته د ګډو ګټو خپلواکو هېوادونو لپاره د روسيې فدرال اژانس له افغانانو سره د ۲۱ ټنه بشري مرستو خبر ورکړی دی.د ټاس خبري سرچينې له مخې، ياد بنسټ زياته کړه چې د دې پروژې په برکت په تيرو ۳۰ کلونو کې د لومړي ځل لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي دهليز پرانيستل شو او دا به له افغانانو سره د مرستې رسونې د زياتوالي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بيا رغاونې ته هم زمينه برابره کړي.د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان وايي:  (( دا مرسته په اوس کې د هغو کورنيو لپاره چې ناداره او بېوزلې دي، ګټوره تماميږي، خو له دغو هېوادونو غواړو چې موږ ته د تخنيکي لارې تګ راتګ هم برابر کړي.))

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button