مقالې او تبصرې

د GPS په هکله لنډ مالومات

نچوړ:

څرنګه چې په اوسنۍ نړۍ کې تکنالوژي په ډېرې چټکۍ سره  وده کوي او نړۍ ډېره نږدې کوي او اړينې آسانتــــياوې هم وګړو ته برابرې کوي،نو په دې لړ کې د پورتني ( ځای پېژندلو نړيوال سيستم )

 (GPS Global positioning system) موضوع په هکله ليکنه او د مالوماتو راټولول د پوليسو په ورځنيو دندو کې د دې تکنالوژۍ له ځانګړتياوو سره د بلديت او د هغې د آسانتياوو څخه ګټه اخيستل يوه اړتيا شمېرل کېږي.

سريزه:

په اصل کې د لارښوونې اولارموندنې سيستم چې د متحدو ايالتونو د دفاع وزارت په غوښتنه له څلورويشتو سپوږمکيو جوړ او په شپږو بېلا بېلو توپير لرونکو مدارونو کې ځای پر ځای شوی دی. دغه سيستم په لومړيو کې د پوځي (نظامي) موخو لپاره جوړاو د ۱۹۸۰ زکال وروسته په ټوليزه توګه د ګټې اخيستلو لپاره وکارول شو چه په هر ډول جوي او جغرافيايي حالاتو کې د شپې او ورځې په ټولو ساعتونو کې هغې ته لاسرسی شونی دی. د دغه سيستم جوړوونکو د نوموړي سيستم د کارولو خدمتونه پرته د کوم مادي لګښت څخه په وړيا توګه اعلان کړي دي.

د نوموړي سيستم سپوږمکۍ خوځنده او سيارې دي، په څلورويشتو ساعتونو کې دوه ځلې د ځمکې په شاه او خواه څرخېږی. د(GPS)دغه سپوږمکۍ د ( NAVSTAR) په نوم پېژندل کېږي. د(GPS)کاروونکو ته د دغه سيستم د ټولو ځانګړتياوو سره بلديت او آشنايي يوه اړينه خبره ده.

د(GPS)لومړنۍ سپوږمکۍ په ۱۹۷۸ زېږديز کال کې فضا ته ولېږدول شوه چې د هغې وزن کابو ۲۰۰۰ پونده او د لمريزو (سولری) پاڼو خپورتيا يې ۱۷ فټه او د لېږدوونکي (Transmitter) قدرت يې ۵۰ واټه و، چې وروسته بيا په ۱۹۹۴کې دغه سيستم بشپړ شو.

هره سپوږمکۍ د L1  اوL2  په نامه  دوه سګنالونه خپروي، چې غير پوځي غيرنظامي ځواکونه د L2 د سګنال جه د ۱۵۷۵ ميګاهرتزو سره سمون لري  ګټه اخلي.

د دې سيستم هره سپوږمکۍ حدود  لس کاله چمتو يا فعاله پاتې کېږي، همدارنګه د سپوږمکيو ځای پر ځای کول په مدار کې په خپل وخت تر سره کېږي، د سپوږمکیو پیژندنه  د یوه ځانګړی کود (R P N Random code pseudo  ) په وسيله چې د ۱- ۳۲پورې اعداد دي تر سره کېږي چې دغه اعداد د  (GPS)په هره رانيوونکې (Receiver) کې څرګندېږي د اعدادو د ډېروالي لامل د سپوږمکيو تر شمېرې دا دی چې کله د پخوانۍ سپوږمکۍ د کار مودې  په پای ته رسېدو وي، نوې سپوږمکۍ مدار ته  لېږدول  کېږي نو د همدې لپاره د اعدادو ډېروالی په پام کې نيول شوی دی.

 د سپوږمکيو د تګ راتګ لاره په مدار کې د شمالی او سويلي ۶۰ درجې عرض البلد تر منځ ده. دا په دې معنی چې د ځمکې په هر ځای او هر وخت کې کولای شو د دې سپوږمکيو سګنالونو ته لاسرسی  ولرو او هرڅومره چې د شمالي او سويلي قطبونو ته نږدې کېږو د (GPS)د سپوږمکيو د ليدلو وړتيا  ډېريږي. که چېرې په ځير سره  سپوږمکۍ زموږ پر سر پورې نه وي هم په دې مانا ده چې په دغو سيمو کې د هغې اغېزمنتوب ډېر وي.

د (GPS) د سپوږمکيو يوه له ټولو لويه لاسته راوړنه دا ده چې  په هر ډول جوي او جغرافيايي شرايطو کې پرته د رانيوونکي(آخذې) د څرنګوالي په پام کې نيولو سره په سمه توګه کار کوي.

د (GPS) د څلور ويشتو سپوږمکيو د مدار جګوالی (ارتفاع) د بحر له سطحې د ۲۰۰۰ مايلو په واټن کې تګ راتګ کوي . هره سپوږمکۍ په دوولسو ساعتونو کې يو ځل د ۷۰۰۰ مايلو په ساعت کې د سرعت او ګړنديتوب په لرلو سره د ځمکې په شاه او خواه څرخېږي او خپله انرژي د لمريزو پاڼو ( صفحه های سولري) له لارې پوره کوي. همدا راز له ځانګړيو بطريو کله چې سپوږمکۍ د ځمکې تر سيوري لاندې راځي او يا هم د لمر د نيولو (کسوف)  په وخت کې ورڅخه ګټه اخلي او د کوچنيو راکټونو په واسطه په خپل مدار او مسير کې ساتل کېږي. دلته د دې سيستم ځينو په زړه پورې ځانګړتياوو ته اشاره کوو.

–  د (GPS) لمړنۍ سپوږمکۍ په ۱۹۷۸ زيږديزکال کې د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای شوه.

– په (۱۹۹۴) زيږديز کال کې د څلورويشتو سپوږمکيو شبکه  (NAVSTAR) بشپړه شوه.

– هره سپوږمکۍ ۲۰۰۰ پونډه وزن لري او د لمريزو پاڼو اوږدوالی يې ۵/۵ متره دی.

– د هرې سپوږمکۍ د انرژۍ لګښت د  ۵۰ واټو کم دی.

د دې سيستم سپوږمکۍ اطلاعات ځمکې ته مخابره کوي او د (GPS) رانيوونکي اطلاعات رانيسي او د هندسې محاسباتو وروسته د رانيوونکي  دقيق موقعيت د ځمکې پر نسبت محاسبه کوي په اصل کې د سګنال د لېږدولو زمان د سپوږمکۍ په واسطه  د هغې  د رانيولو (اخیستلو) له زمان سره انډول او د دواړو د توپير له مخې د رانيوونکي  واټن يا فاصله له سپوږمکۍ په ډاګه کوي.

رانيوونکې د دوو اړخيزو محاسباتو لپاره لږ تر لږه د درېيو سپوږمکيو اطلاعاتو ته اړتيا لري چې د هغې پر بنسټ جغرافيايي طول اوعرض مالوم کړي. همدارنګه د دې په پام کې نيولو سره ګړنديتوب اوچټکتيا (سرعت)، لوری (جهت)او د تګ راتګ د لارې د واټن او موخې (مقصد) ته  د  رسېدو پاتې واټن ، د لمر ختو او لوېدو وخت او نور اړين مالومات وړاندې کوي.

د پانګې د لګښت په پام کې نيولو سره  کولای شو د پراخه طيف لرونکو رانيوونکو  ګټه واخلو او همدارنګه د اړوندې سيمې آپديت (دنيټې غزېدونکی) نقشې ته هم بايد لاسرسی ولرو. د يادونې وړ ده چې اوس  د دې ډول رانيوونکو د پلورلو بيه ډېره را ټيټه شوې ده.

په هره کچه چې د سيمې نقشه په دقيقه توګه او ځيرتيا سره د رانيوونکي په حافظه کې ځای پر ځای شوي، په هماغه کچه  تر لاسه کېدونکی مالومات  دقيق او مؤثر کيدلای شي د بېلګې په توګه کولای شو د (GPS) په مرسته  د نژدې تيلو د پمپ، د اورګاډي تم ځای، روغتون او يا نورو مالوماتو غوښتنه وکړو او په وړانديز شوې تګلاره  ولاړ  شو. د ځای پېژندلو د سيستم د ځيرکتيا (دقت) کچه  د څو مترو په حد کې وي،  همدارنګه کولای شو د ځای پېژندلو د نړيوال سيستم په مرسته کولای شو د نقشې اخيستلو ، مساحت، عمراني پروژو ، غر څېړل (کوهنوردي) ، ناپېژاندو سيمو ته تلل اوسفر کول ، د بېړيو چلول، د ژغورنې عمليات ، زلزلې، اورلګېدنې، سېلابونو او نورو طبيعی پېښو پر مهال  ګټه واخلو. هر څوک چې وغواړي چېرته سفر وکړي دغه سيستم ته اړ دي.

د دغه سيستم د رانيوونکو  ټيټه بيه او د هغې د خدمتونو او آسانتياوو په پام کې نيولو سره لري نه ده چې په نږدې راتلونکی کې د نړۍ او په تېره بيا زموږ د ګران هيواد افغانستان ډېر وګړي هغې ته لاسرسی ولري او  د هغې په هکله پوهاوی تر لاسه کړي.

د(GPS)  سګنالونه د لېږدوونکې سپوږمکۍ د ځانګړي کود) (Ephemeris Pseudo Random Code   او دکلنی (تقويمي)  Almanacد مالوماتي درلودونکی وي.

د Ephemeris : مالومات تل د سپوږمکيو د لارې خپرېږي او د سپوږمکۍ د څرنګوالي چې جوړه ده او که ستونزه لري، همدارنګه د اوسني نيټې  او زمان  د مالوماتو درلودونکی  وي. د (G P S) رانيوونکي  پرته د دې څانګې د مالوماتو هېڅ درک او پوهه نه لري د پيام دغه څانګه د بنسټيزو مالوماتو په درلودلو سره د ځای پېژندلو لپاره ډېر اړين شمېرل کېږي.

  Almanac:  دا هغه مالومات له ځان سره لېږدوي چې د سپوږمکۍ د مدار د پېژندلو او د سيستم د نورو سپوږمکيو د پېژندګلوۍ مالومات له ځان سره لري اوس کولای شو د (GPS) دکار څرنګوالی وڅېړو، هره سپوږمکۍ يو پيام لېږدوي چې په روانه او ساده توګه وايي زه د(x) سپوږمکۍ يم، اوسنۍ ځای (موقعيت) مې د (y) دی او دا پيام د (z )په وخت لېږل شوی دی. که هرڅو دا يو ډېر آسانه او ساده شکل لېږدول شوی پيام دی، مګر کولای شو د سيستم د بشپړو کارونو په هکله مالومات ولري.  د (GPS) رانيوونکی پيام اخلي د Almanac او Ephemeris د ټوليزو اطلاعاتو د خپرېدو په څانګه کې يې د وروستيو ګټو اخيستلو لپاره زېرمه کوي. همدارنګه دغه مالومات د (GPS) د رانيوونکي د ساعت د تنظيم لپاره هم په کارېږي. اوس د رانيوونکي د موقعيت لپاره اخيستل شوی وختونه د رانيوونکی له وخت سره انډول کوي او د دواړو له توپيره د رانيوونکي واټن د ) (GPS ســـپوږمکۍ ثابتـــوي، دا هغــه کړنلاره ده چې په ځيــرتيــا ســره يې د ( (GPS   يو رانيوونکی تر سره کوي.

پايله:

په پورتني ليکنه کی هڅه شوی تر څو د اوسنی نړی ‌پرمختللی تکنالوژی په لړ کی د ) (GPS په هکله لنډ مالوت را ټول او دګرانو همسلکانو د پوهاوی د  لوړتیا لپاره وړ اندی شول هیله مندیم اغیزمن او د پام وړ بلل شوی وی. اخځليکونه :۱- راديو سکنال جلد اول  ۲- مدارهای ميکرو الکترونيک جلد اول

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button