اقتصاد

د ۸ ولسواليو خلک له مخابراتي آسانتياو برخمن شول

په شمال کې د اترا ادارې مسئولين وايي، چې د بلخ، جوزجان، فارياب او سرپُل ولايتونو مرکزونو سربېره۸ ولسواليو کې مخابراتي شبکې وصل او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. په شمال زون کې د اترا ادارې آمر محمد ثابت نعماني ويلي، چې د تېرو دوو مياشتو په موده کې د يادو ولايتونو په شولګره، کلدار، چهاربولک، قوشتيپه، سوزمه قلعه، سنچارک، قيصار او خان چهار باغ ولسواليو او د سرپل ، فارياب، جوزجان، او بلخ ولايتونو اړوند مرکزونو او همدا راز ۲۴ کليو کې د مخابراتو ټولې شبکې وصل او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي. نعماني زياته کړې، دغه اداره توانېدلي، چې په ښارونو کې د غير قانوني سيم کارټونو د وېش مخه هم ونيسي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button