
روغتیا
د ۴۰۰ بستريز روغتون ډاکترانو د مغز بريالي عمليات تر سره کړل
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د سردار محمد داوود خان روغتون د عصبي جراحۍ متخصصينو په لومړي ځل د مغزو تومور پېچلي عمليات تر سره کړي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د سردار محمد داوود خان روغتون د عصبي جراحۍ متخصصينو په لومړي ځل د مغزو تومور پېچلي عمليات تر سره کړي.ياد وزارت په خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې په ۴۰۰ بستريز روغتون کې د عصبي جراحۍ ټيم له لوري د ماغزو تومور بريالي عمليات تر سره شول اعلاميه زياتوي ،چې دغه عمليات د پر مختلليو عصري طبي ماشينونو او وسايلو په لرلو سره د عصبي جراحۍ ټيم له خوا تر سره شوي ،چې کاميابه نتيجه يې درلوده .په اعلاميه کې راغلي ،چې اوس مهال د ياد ناروغ روغتيايي وضعيت د ډاډ وړدي او زياتوي ،چې د شهيد سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستريز روغتون مسلکي او متخصص ډاکټران دخپلو هيواد والو خدمت کوي .دا په داسې حال کې ده ،چې ډېر هيواد وال خپل ناروغان د درملنې لپاره په لوړو لګښتونو پاکستان، ايران او هند ته لېږدوي .