هیواد

د ۳۴ ولايتونو ديني عالمانو خپل وړانديزونه له مسئولينو سره شريک کړل

د هيواد له ۳۴ ولايتونو څخه شاوخوا ۲۵۰ تنو ديني عالمانو او قومي مخورو پرون ( د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډه) تر سرليک لاندې غونډه کې چې په سپيدار ماڼۍ کې جوړه شوې وه او د اسلامي امارت يو شمېر لوړ پوړو چارواکو په کې ګډون کړی وو، د خپلو ولسونو ستونزې او وړانديزونه يې له حکومت سره شريک کړل.

يادو قومي مشرانو د اقتصادي ستونزو حل، د سړکونو او لويو لارو جوړول، د اوبو مديريت د ولسواليو په کچه د قومي مخورو او ديني عالمانو د شوراګانو جوړول او د نجونو پر مخ د تعليمي مرکزونو پرانيستل د ولسونو غوښتنې وبللې او د اسلامي امارت له مشرتابه څخه يې غوښتنه وکړه، چې په دې تړاو هڅې لا ګړندۍ کړي.

د رياست الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې غونډه کې وويل، چې د اسلامي نظام د بشپړ حاکميت او سرتاسري امنيت ترڅنګ د افغانستان اقتصادي وده د اسلامي امارت لومړيتوب دی.

نوموړي زياته کړه، چې د هيواد د اقتصادي ودې په موخه له نړۍ سره د افغانستان د وصلولو په موخه کار روان دی او له دې جملې څخه د واخان له لارې چين ته د غځېدلي سړک چارې په چټکۍ سره روانې دي.

په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په دې غونډه کې وويل، چې اسلامي امارت ټول ګډونه دی، خو د هغو هيوادونو موخه چې په افغانستان کې ټول ګډونه حکومت غواړي دا دي، چې د هغوی جاسوسان او لاسپوڅي په حکومت کې شريک شي.

خيرخواه همدارنګه وويل، چې اسلامي امارت د هيواد د ابادۍ او د خلکو د خدمت په موخه را پورته شوی، ولس دې د دښمن په پوچو تبليغاتو نه غولېږي د وخت په تېرېدو سره به ټولې ستونزې حل شي.

په همدې حال کې د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت سرپرست شېخ محمد خالد حنفي وويل ،چې يوناما بايد د افغانستان په تړاو د يو طرفه او له حقايقو لرې راپورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي او مخکې له دې چې يوه موضوع يې له اسلامي امارت په ځانګړي ډول د امر بالمعروف له وزارت سره نه وي شريکه کړې بايد په خپل سر قضاوت ونه کړي.

ده زياته کړه، چې  دا د اسلامي امارت د ټولو مسئولينو مسئوليت دی، چې د خلکو ستونزې په سړه سينه واوري او د حل لارې ورته ولټوي.

د يادونې وړ ده، چې د ولس او حکومت ترمنځ د اړيکو په ټينګښت کې د علماوو او قومي مخورو ونډې تر سرلينک لاندې غونډه د (ټي ال او) موسسې په مالي ملاتړ (د افغانستان د خلکو غږ) پروژې د پيل په موخه رابلل شوې وه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button